ایرلینډ وروستۍ لوبه وګټله،خو سیریز انګلستان خپل کړ! | خبریال

ایرلینډ وروستۍ لوبه وګټله،خو سیریز انګلستان خپل کړ!

ایرلینډ د انګلستان خلاف د درې یو ورځینیو لوبه لوبلړۍ ترسره کړه چې انګلستان دوه پر یو ۲/۱ لړۍ وګټله.

که څه هم ایرلینډ د پیل دوه سیالیو کې ښه کارکردګي ترسره نکړه،خو د سیریز په دریمه او وروستۍ لوبه کې یې په زړه پورې او حیرنوونکي لوبه ترسره کړه او انګلستان یې له سترې ماتي سره مخ کړ.

په سیالۍ کې ایرلینډ د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپ اچونه غوره کړه او انګلستان ته یې بیټينګ بلنه ورکړه.

د انګلستان لوبډلې پیل ښه نه وو، د دوی اوپنران جسن روی او جوني بېر سټو په یو (۱) او (۴) منډو وسوځېدل.

وروستیو کې لوبډلمشر ایون مورګن ۱۰۶، ټام بټن ۵۸ او ډیویډ وېلي ۵۱ چټکې منډې جوړې کړې.

انګلستان په ۴۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۸ منډې جوړې کړې او ایرلینډ ته د ۳۲۹ منډو لوی هدف وټاکل شو.

ایرلینډ ته کریک یانګ ۳ خو جوش لیټل او کریټس کمپر دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

ایرلینډ یې ځواب کې ښه پیل ورکړ د ۳۲۹ منډو لوی هدف یې د درې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

ایرلینډ ته پال سټرلینګ په ۱۲۸ توپونو چټکې ۱۴۲ منډې جوړې کړې، ددې ترڅنګ د لوبډلمشر بالبراني هم ۱۱۳ منډې وکړې.

ایرلینډ هدف په ۴۹.۹ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.

انګلستان ته ډیویډ ویلي او عادل راشید یوه، یوه ویکټ ترلاسه کړه.

سیریز انګلستان دوه پر یو سره وګاټه، د لوبې غوره لوبغاړي جایزه پال سټرلینګ ترلاسه کړه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ