داسې بالران چې ویراټ کوهلی یې ډیر سوځولی! | خبریال

داسې بالران چې ویراټ کوهلی یې ډیر سوځولی!

ویراټ کوهلي د کرکټ په درې واړو فارمټونو کې د اوسني عصر تر ټولو بهترین بیټسمین شمیرل کیږي نوموړی د کرکټ په ډګر کې په ( کینګ اف کرکټ) باندې هم شهرت لري.

نوموړی یو داسې لوبغاړی دی چې بالرانو لپاره د هغه سوځول یو  ستونزمن کار وي کوم بالر چې هغه وسوځوي د هغه لپاره یوه ستره لاسته راوړنه وي.

مونږ هغه بالران په لنډ ډول در پیژنو،چې هندی کپتان ویراټ کوهلي یې په نړیوال کرکټ کې ډیر سوځولی دی.

۱- ټېم سوتي (۱۰)

هندوستان لوبډلې په دې وروستیو کې نیوزیلینډ هیواد ته یو لړ سیالیو لپاره سفر کړی وو.هند لوبډلې په یاد سفر کې د ټیسټ او یو ورځنیو لوبو سیریز بایلوده.

په دې سیریزونو کې نیوزیلینډي چټک توپ اچونکي ټېم سوتي ښکلي کارکردګۍ ترسره کړې او نیوزیلینډ لوبډلې ته یې د هند په وړاندې په ټیسټ لوبو کې (دوه په صفر او یو ورځنیو لوبو کې درې په صفر) سره بریا ترلاسه کړه او هند لوبډله یې وایټ واش کړه.

ټېم سوتي هغه بالر دی چې په نړیوال کرکټ کې یې ویراټ کوهلي ډیر سوځولی دی.نوموړي کوهلي (لس) ځلې سوځولی چې شپږ ځلې په یو ورځنیو لوبو کې،درې ځلې په ټیسټ کرکټ کې او یو ځل یې په شل اوریزو لوبو کې سوځولی دی.

۲- ګرېم سوان (۸)

د انګستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ورو توپ اچونکی ګرېم سوان یو له هغو ورو توپ اچوونکو څخه وو، چې د اوسني هندي کپتان ویراټ کوهلي په وړاندې بریالی ثابت شوی و،که څه هم ویراټ کوهلي ورو توپ اچوونکي هم تر برید لاندې راولي،خو د هغه خلاف بریالی شوی وو.

سوان څلور ځلې کوهلي په ټیسټ کرکټ او همداشان یو ورځنیو لوبو کې سوځولی دی،خو نوموړي سره په شل اوریز پارمټ کې ندی مخ شوی.

۳- جیمز انډرسن (۸)

جیمز اندرسن د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی دی. د انډرسن او کوهلي ترمنځ په کرکټ کې هغه مهال رقابت پیل شو،کله چې هند لوبډلې په ۲۰۱۴ کال کې انګلستان ته دوره وکړه.کوهلي په یاد سیریز کې هڅه کوله چې ښې منډې وکړي،خو انډرسن لخوا یې مخه ونیول شوه. په ۲۰۱۸ کال انګلستان دوره کې بیا نوموړی تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو.

په ټوله کې ویراټ کوهلي په ټیسټ کرکټ کې له انډرسن سره ۱۷ ځلې مخ شوی،چې پنځه ځلې سوځول شوی دی او په یو ورځنیو لوبو کې ورسره ۱۲ ځلې مخ شوی او ۳ ځلې یې سوځولی دی.

۴ـ راوي رمپل (۷)

راوي رمپل د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې یو بهترین فاسټ بالر وو.نوموړی د ویراټ کوهلي سوځولو لیست کې څلورم مقام لري.رمپل هم د ویراټ کوهلي په څیر وو،کله به چې د بیټسمینانو په وړاندې مخ کیده غصه ناک انداز به یې ساته.

راوي رمپل به په قوي لاین او لېن بالینګ سره بیټسمینانو ته زیاتې ستونزې جوړولې.نوموړي شپږ ځلې ویراټ کوهلی په یو ورځنیو لوبو کې او همداشان یو ځل یې په شل اوریزو لوبو کې سوځولی دی.

۵- اډم زمپا (۷)

دغه اسټرالیاوی لیګ سپنر بالر تراوسه په ټیسټ کې ندی راڅرګند شوی،خو په ځانګړو اوریزو لوبو کې نوموړي ویراټ کوهلي ته ستونزې جوړي کړي دي.زمپا له ویراټ کوهلي سره یو ورځنیو لوبو کې ۱۳ ځلې مخ شوی دی چې ۵ ځلې یې سوځولی دی.لدې علاوه کوهلي په شل اوریزو لوبو کې دوه ځلې د زمپا د بالینګ ښکار شوی دی .

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ