هغه بالران چې یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۰۰ یا زیاتې ویکټې په ښه اوسط اخیستي | خبریال

هغه بالران چې یو ورځنیو لوبو کې یې ۲۰۰ یا زیاتې ویکټې په ښه اوسط اخیستي

په کرکټ کې زیاتره وخت د بیټسمینانو په پرتله د بالرانو دنده لږه څه پدې ستونزمنه وي چې له یوې خوا د فيلډينګ محدودیتونه، له بلې خوا کوچنۍ بونډرۍ، د بیټسمینا لپاره مساعد پیچونه،سره د دومره چیلینجونو،مونږ دلته په لنډ ډول د هغو بالرانو ایوریج یا اوسط در پيژنو چې په یو ورځینو لوبو کې يې۲۰۰ یا له هغې پورته ویکټې په ښه اوسط یا اوریج سره اخیستي دي..

الان ډونلډ (۲۱،۷۸)

الان ډونلډ چې د کرکټ په ډګر کې په یوه حساسي او غصه ناک لوبغاړي یې هم شهرت درلوده.نوموړی د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین چټک توپ اچونکی وو.

الان ډونلډ په لومړي ځل په ۱۹۹۱ میلادي کال کې د هندوستان خلاف په یو ورځنۍ لوبه کې راڅرګند شو.که څه هم یاده لوبه سويلي افریقا لوبډلې په درې ویکټو بایلوده،خو الان ډونلډ پکې بهترینه توپ اچونه ترسره کړه او په یوازې ځان يې د پنځو منډو په بدل کې د هند لوبډلې څلور پیاوړي لوبغاړي له مخې پورته کړل.

نوموړي د جنوبي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۶۴ یو ورځنۍ لوبې کړي او په (۲۱،۷۸) اوسط سره یې ۲۷۲ ویکټې اخیستي دي.

ګلین مګرېت (۲۲،۰۲)

دغه اسټرالیاوي لوبغاړي د کرکټ پر مهال دومره احساساتي او غصه ناک سټایل يې نه درلوده او نه يې توپ اچونه کې دومره سرعت درلوده،خو نوموړي به یوازې د لوبو پر مهال د خپل سکېل یا مهارت کارولو څخه کار  اخیسته او لوبغاړي به یې سوځول.

ګلین مګرېت د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لپاره په ۲۵۰ سيالیو کې،په (۲۲،۰۲) اوسط سره ۳۸۱ ویکټې اخیستي دي.

برېټ لي (۲۳،۲۶)

دغه لوبغاړی هم د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین چټک او ښه سټایل درلودونکی لوبغاړی وو،نوموړي اکثره لوبه د ریکي پونټينګ په مشرۍ کې د اسټرالیا لپاره ترسره کړي دي.

نوموړی د مګرېت او شین وارن په څير توپ اچونکی نه وو چې هر بیټسمین به په اسانۍ سره لوبولی شو،بلکې نوموړي به د لوبو پر مهال په ډيرې چټکتیا سره توپ اچونه ترسره کوله او بیټسمینانو ته به د هغه لوبول ډير ستونزمن وو.

نوموړي د اسټرالیا لپاره په ۲۲۱ یو ورځنیو لوبو کې ۳۸۰ ویکټې په (۲۳،۲۶) اوسط سره اخیستي دي.نوموړي ۹ ځلې پنځه ویکټې په یوه لوبه کې هم ترلاسه کړي دي.

نوموړی په وروستي ځل په ۲۰۱۲ کال کې د انګلستان خلاف په لوبه کې راڅرګند شوی وو،خو هغه مهال نوموړي د فېټنیس او فزیکي ستونزو له کبله ونشول کولی چې پوره اورونه ترسره کړي او یوازې يې دوه اورونه ترسره کړل.

وسیم اکرم (۲۳،۵۲)

وسيم اکرم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو ستر شهرت لرونکی لوبغاړی وو.نوموړي په (۲۳،۵۲) ایوریج یا اوسط سره ۵۰۲ ویکټې اخیستي وې.

نوموړی لومړۍ لوبغاړی وو چې په یو ورځنیو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

وسیم اکرم په ریور سوینګ بالونو کې زیات مهارت درلوده.نوموړي په ۲۰۰۳ کال کې د کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی دی.

وقار یونس (۲۳،۸۴)

د وسیم اکرم سره یو ځای،وقار یونس یو بل پاکستانی لوبغاړی دی.نوموړی هم د وخت یو بهترین لوبغاړی شمیرل کیږي.

نوموړي په (۲۳،۸۴) اوسط سره ۴۱۶ ویکټې اخیستي دي.نوموړي ۱۳ ځلې په یوه لوبه کې پنځه ویکټې هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي هم د ۲۰۰۳ کال نړیوال جام وروسته له کرکټ سره مخه ښه اعلان کړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ