د تاجکستان د کرکټ په اړه د اسدالله خان د مرکې لنډیز! | خبریال

د تاجکستان د کرکټ په اړه د اسدالله خان د مرکې لنډیز!

د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجراییوي رئیس او د تاجکستان کرکټ بورډ اوسني عمومي منېجر اسد الله خان د ایمرجینګ کریکټ ویبپاڼې سره په دې هېواد کې د کرکټ د غوړیدا له امله مرکه کړې ده چې مونږ د پوښتنې او ځواب په توګه لیکلې.

د ایمرجېنګ وېبپاڼې پوښتنه: څومره وخت کيږي چې له تاجکستان کرکټ ادارې سره یو ځای شوی یاست؟

اسدالله خان: زه په ۲۰۱۸ کال کې له دوی سره یو ځای شوی یم.مونږ دلته فدراسیون کې د اجراییوي ریاست یو پوسټ هم نه درلود او زه دلته عمومي منیجر یم او همداشان د (بېټ برټر ټي ټين لیګ) ته د لوبغاړو ثبت نام څارم.

پوښتنه: ستاسو په هیواد کې د کرکټ وضع څنګه ده؟

اسدالله خان: مونږ لا وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د کرکټ اسيايي شورا سره د اسوسيټ یا دوهمې درجې لوبډلې په توګه راجسټر یا ثبت شوي یو.زمونږ اوسنی پام او ټینګار داخلي کرکټ او بنسټیزو رغونو ته دی زمونږ لپاره دا هم خوشبختي ده ( پوهیږئ) چې مونږ درې د ای سي سي فول میمبر هیوادونه د ګاونډیانو په توګه لرو مونږ اوسمهال دلته له ۴۰۰۰ زیات ماشومان او جونې لروچې کرکټ یې مسلسل پيل کړی دی.

پوښتنه: دا هم ډير ښه خبر دی چې تاجکستان د کرکټ په برخه کې مخ په ودې روان دی،آيا تاسو به وتوانیږي چې د کرکټ لړۍ ښوونځیو ته هم انتقال کړئ؟

اسدالله خان:هو!،مونږ پلان لرو چې کرکټ ددغه هیواد په ۳۰ ښوونځیو کې د سپورټي نصاب ته ور معرفي کړو اوسمهال مونږ دلته د (نرم بال) څخه لوبې شروع کړي او ورو په ورو به دغه پروسه (هارډ بال) ته واوړي یو ځل یې چې دوی پرې پوه شي ماشومان بیا خپله دغه مهارت ترلاسه کولی شي.

پوښتنه: تاجکستان هیواد د ۷۰۰۰ مترونو په ارتفاع لرونکو غرونو شهرت لري نو پدې اساس اکلیمي ستونزې ولري،د هوا لپاره،کله چې کرکټ موسم پیل شي،کومې اسانتیاوې موجودي دي؟

اسدالله خان: معمولا،د دوشنبې هوا د کرکټ لپاره مساعده ده دلته ډير سخت اوړی او باران هم نه وي زمونږ د کرکټ سیالیو موسم د اپریل څخه تر دسمبر پورې روان وي او بیا د جنورۍ پیل تر مارچ پورې وي.مونږ په داخل کې لوبې کوو. مونږ ځینې لوبغالي لرو لکه د دوشنبې کرکټ لوبغالی چې زمونږ اړتیاوې پوره کولی شي.مونږ پلان لرو چې په اکتوبر میاشت کې (َټرف پیچونه) پکې نصب کړو.

مونږ ته که د (بېټ برټر ټي ټین لیګ) په اړه لږ څه ووایی،څنګه رامنځ ته شو؟

اسدالله خان: مونږ د (ایس اې ای بېټ برټر تجارتي شرکت) سره موافقې ته ورسیدو.او دوی مونږ سره د کرکټ د ودې په برخه کې ژمنه وکړه او دغه ټي ټين یا لس اوریزه لیګ به د خلکو په منځ کې اشنايي هم رامنځ ته کړي او همداشان د دوی د ساعتیری وړ به هم وګرځي.

پوښتنه: د تاجکستان کرکټ لپاره ستاسو خوب یا راتلوونکی هدف څه دی؟

اسدالله خان: راتلوونکی خوب واضح دی غواړو چې تاجکستان کرکټ د ای سي سي غړیتوب ترلاسه کړي او بل هدف به دا وي چې د ای سي سي لخوا فول میمبر غړیتوب هم ترلاسه کړي.تاجکستان هم د شارجې او دوبۍ په څير د کرکټ د لوبډلو د کوربه توب لپاره یو ښه ځای کیدلی شي. مونږ ډیر ښه امنیت او همداشان د کرکټ ښې اسانتیاوې هم لرو.

د یادونې وړ ده چې تاجکستان لس اوریزه پریمیر لیګ سيالۍ به د روانې جولای میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل چې د جولای تر ۲۹ مې به دوام وکړي.

پدې سيالیو کې ټولټال شپږ لوبډلې، دوشنبه کینکز،وحدت سوپر جئینټ،نوراک ویرئیرز،خوجند چیلینجرر،کلوب نایټ رایډرز او خلتون رویلز ګډون لري او د دوی ترمنځ به ۳۳ سيالۍ ترسره شي.

دغه ټولې سيالۍ به د دوشنبې ښار په وحدت لوبغالي کې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ