جناتن ټروټ د انګلستان لوبډلې مشاور روزونکی وټاکل شو | خبریال

جناتن ټروټ د انګلستان لوبډلې مشاور روزونکی وټاکل شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی تجربه کاره لوبغاړی جناتن ټروټ د پاکستان سیریز لپاره د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مشاور روزونکی وټاکل شو.

۳۹ کلن ټروټ د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د وخت یو بهترین لوبغاړی پاتي شوی او دده په شتون کې انګلستان په ۲۰۱۱ کال کې د ای سي سي په ټیسټ درجه بندۍ کې،لومړۍ مقام خپل کړی وو.

ټروټ په لومړي ځل په ۲۰۰۹ کال کې د اسټرالیا خلاف په څلورمه ټیسټ لوبه کې را څرګند شوی وو او پیل یې په سلیزه وکړ.

نوموړي په لوبډله کې په دریم پوزیشن ځای خپل کړ، او دده په شتون کې انګلستان په اسټرالیا او هندوستان کې تاریخي سیریزونه وګټل.

نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې فرسټ کلاس سیالۍ په (۱۸ زره ۶۶۲) منډو سره پای ته ورسولې.

د یادونې وړ ده چې نوموړی به د بیټینګ د مشاور روزونکي په توګه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره خپلې اړینې مشورې شریکي کړي.

د نوموړي سره به د کوچینګ برخه کې پخوانی سپنر جېټن پټېل او همداشان ګرېم ویلچ یو ځای وي.

ویلچ به د فاسټ بالینګ مشاور روزونکي او پټېل به د سپین بالینګ مشاور په توګه دندې ترسره کړي.

ټاکل شوي چې د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د درې ټیسټ او درې شل اوریزو لوبو لړۍ د اګسټ له پنځمې نېټې پیل چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ