ایون مورګن د ډوهني زیاتو شپږیزو ریکارډ مات کړ | خبریال

ایون مورګن د ډوهني زیاتو شپږیزو ریکارډ مات کړ

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان ایون مورګن د ایرلينډ خلاف په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د هندي پخواني کپتان مهندراسینګ ډوهني د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ مات کړ.

مورګن د ایرلینډ خلاف په لوبه کې په جوش لېټل باندې سکوایر لیګ بونډرۍ ته په شپږیزې وهلو سره د ډوهني ریکارډ ته د پای ټکی کيښود او پدې سره لومړۍ لوبغاړی شو،چې د یوه کپتان په توګه نړیوال کرکټ کې تر ټولو زیاتې شپږیزې وهي.

لدې وړاندې د یوه کپتان په توګه د زیاتو شپږیزو وهلو ریکارډ له مهندراسینګ ډوهني سره وو،چې (۲۱۱) شپږیزې یې وهلي وې.خو ۳۳ کلن مورګن وکولی شول چې د (۲۱۷) شپږیزو وهلو سره له ډوهني وړاندې او لومړۍ مقام خپل کړي.

د یادونې وړ ده چې د یوه کپتان په توګه د زیاتو شپږیزو وهونکو په لیست کې ایون مورګن (۲۱۷) لومړۍ مقام لري.

مهندراسینګ ډوهني د (۲۱۱) شپږیزو وهلو سره دوهم مقام.

ریکي پونټینګ د (۱۷۱) شپږیزو په وهلو سره دریم مقام لري.

نیوزیلینډی برینډن مکولم د (۱۷۰) شپږیزو په وهلو سره څلورم او اې بي ډیویلیرز د (۱۳۵) شپږیزو په وهلو سره پنځم مقام له ځان سره لري.

د یادونې وړ ده چې د ایرلینډ او انګلستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دریمه او وروستۍ سیالي ایرلینډ لوبډلې د پال سټرلینګ د ۱۴۲ منډو او بلبرایني د ۱۱۳ منډو په مټ سره په اوو ویکټو سره وګټله.

انګلستان د ټولو لوبغاړو په سوځیدو په ټاکلو پنځوس اورونو کې ۳۲۸ منډې جوړې کړي وې او ایرلینډ لوبډلې یاد هدف د درې لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او ستره بریا یې خپله کړه. لدې وړاندې دواړه لوبې انګلستان ګټلي وې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ