د انګلستان میشتې کمپنۍ لخوا پاکستان لوبډلې ته خبرداری! | خبریال

د انګلستان میشتې کمپنۍ لخوا پاکستان لوبډلې ته خبرداری!

د انګلستان میشتې ( براډ شیټ ال،ال سي) کمپنۍ لخوا خبرداری ورکړل شوی چې دوی به د انګلستان په دوره کې د پاکستان کرکټ لوبډلې څخه،د څه باندې ۳۳ میلیون ډالرو شتمني ونیسي.

یاده کمپني ادعا کوي چې د دوی لخوا د پاکستان (این اې بي) کمپنۍ پوروړي ده او په بدل کې یې دوی اړ دي چې د پاکستان لوبډلې څخه د انګلستان په دوره کې شتمني ضبط یا ونیسي.

د براډ شیټ ال،ال سي دغه کمپنۍ زیاتوي چې دوی د پاکستان ملي حساب ورکوونکي( این اې بي) شرکت څخه په محکمه دعوه ګټلي او هغه یې ۳۳ میلیون ډالره پوروړي شوي ده.

د یادونې وړ ده چې پاکستان کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په انګلستان کې ده.ټاکل شوي چې کوربه انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره به یو شمیر سیالۍ ترسره کړي.

انګلستان لوبډلې پدې وروستیو کې ویسټ انډیز ته، په ټیسټ لوبو کې ۲-۱ سره ماتي ورکړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ