محمد نبي عيسی خېل پيژندنه! | خبریال

محمد نبي عيسی خېل پيژندنه!

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی محمد نبي عيسی خېل د ۱۹۸۵ميلادي کال جنورۍ میاشت په لومړۍ نېټه په لوګر ولایت کې زېږيدلی دی.

د نبي عیسی خېل هم د نورو افغان لوبغاړو په څېرد خپلې کورنۍ سره په لومړیو کې پيښور ته کډوال شو او د لس کلنۍ په عمر یې هلته کرکټ پيل کړ.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر محمد نبي عيسی خېل هغه لوبغاړی دی،چې د افغانستان ملي لوبډلې لپاره يې په ټولو واړو فارمټونو کې تر نورو لوبغاړو ډېرې لوبې ترسره کړي دي.

د نوموړي په لوبډلمشرۍ کې په لومړي ځل افغانستان په ۲۰۱۵ ميلادي کال د يو ورځنيو لوبو په نړيوال جام کې افغان ملي لوبډلې سکاټلينډ ته ماتې ورکړه.

همدارنګه افغان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل دده په لوبډلمشرۍ د ټيسټ لوبو غړيتوب لرونکې لوبډلې ته يا د نړۍ غوره لسو لوبډلو څخه يوې ته ماتې ورکړه.

محمد نبي عيسی خيل په پنځم ډيوېژن، څلورم ډېوېژن، دريم ډيوېژن، نړيوال جام ته د لار موندنې سياليو او په نړيوال جام کې د افغان ملي لوبډلې فعاله غړی وو.

راځئ! د نبي فردي کاکردګۍ او کرکټ کيرير په اړه پوه شو.

شل اوريزه نړيوالې سيالۍ:

محمد نبي د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه د ايرلينډ پر وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه او له هغې وروسته يې په ۷۸ شل اوريزه سياليو کې برخه اخيستې.

د توپ وهنې په برخه کې يې په (۲۲،۸) اوسط سره،د څلورو پنځوسيزو په ګډون د ۸۵ څلوريزو او ۷۹ شپږيزو پر مټ يې ۱۳۴۷منډې جوړې کړي دي.

تر ټولو ډيرې منډې یې په یوه لوبه کې ۸۹ دي.

عيسی خيل چې په لوبډله کې د توپ اچونې آلراونډر په توګه لوبيږي، په ۷۸ شل اوريزه سياليو کې ۶۹ ويکټې په ۷ اعشاريه ۱۷ اکانومۍ سره ترلاسه کړي.

تر ټولو غوره توپ اچونه يې په يوه سيالۍ کې د لسو منډو په ورکړې د څلورو لوبغاړو سوځول دي.

نبي عیسی خېل په ۲۰۱۶ کال شل اوريزه نړيوال جام کې يې په وروستي اور کې له لسو منډو څخه دفاع وکړه او دده د غوره توپ اچونې په پایله کې افغان لوبډلې د ویسټ انديز لوبډله ماته کړه.

يو ورځنۍ نړيوالې لوبې:

لومړنۍ يو ورځنۍ نړيواله سيالۍ محمد نبي د ۲۰۰۹ کال د اپريل په مياشت کې د سکاټلينډ پر وړاندې ترسره کړه.
په يو ورځنيو سياليو کې محمد نبي هغه افغان لوبغاړی دی چې تر ټولو زياتې منډې يې ترسره کړي او همدارنګه لومړنی افغان لوبغاړی وو، چې دوه زره منډې يې پوره کړې.

محمد نبي په ترسره شویو ټولو ۱۲۴ سياليو کې يې ۲۷۸۲ منډې د يوې سليزي او ۱۵ نيمه سليزو په ګډون ترسره کړي دي.

محمد نبي په يو ورځنيو لوبو کې ۲۷ اعشاريه ۸۲ اوسط او ۸۵ اعشاریه ۵۴ سټرایکرېټ سره توپ وهنه کړې او په يوه لوبه کې يې د ۱۱۶منډو ترسره کول تر ټولو غوره لوبه ده.

د توپ اچونې په برخه کې يې بيا تر اوسه ۱۳۰ ويکټې ترلاسه کړي او په یوه لوبه کې د ۳۰ منډو په ورکړې د څلورو لوبغاړو سوځول يې تر ټول غوره توپ اچونه ده.

ټيسټ سيالۍ:

محمد نبي لومړۍ ټيسټ سيالۍ د ۲۰۱۸ کال په جون کې ترسره کړه او د ۲۰۱۹کال په سپټمبر کې یې د بنګله دېش پر وړاندې له لوبې ورسته له يادو سياليو تقاعد اعلان کړ.
نبي په ترسره کړيو ټولو دريو ټيسټ سياليو کې ۳۳منډې کړي او اته لوبغاړي يې سوځولي دي.

هند سوداګريز ليګ کې د محمد نبي لوبې:

محمد نبي عیسی خيل لومړنی افغان لوبغاړی وو، چې د نړۍ په مشهور سوداګريز ليګ ( ای پي ایل) کې په ۲۰۱۷ کال کې ولوبېد.

نوموړي اوس هم په ياد ليګ کې د بل افغان لوبغاړي راشد ارمان سره يو ځای له سنرايزر حيدر اباد لوبډلې سره لوبيږي.

نبي عيسی خيل په ۱۳ سياليو کې ټولې ۱۳۵منډې کړي او په توپ اچونه کې يې يوولس لوبغاړي سوځولي چې په يوه سیالۍ کې د ۱۱ منډو په ورکړې د څلورو ويکټو ترلاسه کول يې تر ټولو غوره لوبه ده.

نورې کورنۍ او سوداګريزي سيالۍ:

محمد نبي عيسی خيل د ۲۰۱۵کال نړيوال جام په ګډون په نورو سترو سیاليو کې د افغان ملي لوبډلې لوبډلمشر وو.

نوموړی د ملي لوبډلې ترڅنګ په ام سي سي کلب، شپږيزه ليګ، افغانستان سوداګريز ليګ، هند سوداګريز ليګ، بیګ باش، پاکستان سوپر ليګ، د انګلستان کاونټي سياليو، بنګله دېش سوداګريز ليګ، کارابين سوداګريز ليګ او يو شمير نورو ليګونو کې هم لوبېدلی دی.

محمد نبي عيسی خيل اوس مهال په شل اوريزه او يو ورځنيو سياليو کې د غوره الراونډرانو په قطار کې لومړی مقام لري او هېواد دننه او له هېواده باندې ګڼ مينه وال لري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ