مېچل سټارک: د ای پي ایل په قضا کولو خفه نه یم! | خبریال

مېچل سټارک: د ای پي ایل په قضا کولو خفه نه یم!

دا چې د هند کورني لیګ ای پي ایل سيالۍ د نړۍ کرکټرانو ته د مالي پلوه ډير اهمیت لري او زیاتره لوبغاړي د نړیوالو جامونو څخه هم،ورته ډیر خوشحاله وي.

ددې شتمن لیګ څخه د نړۍ مشهور لوبغاړي په زیات تعداد پیسې لاسته راوړي.حتی تردې چې د زیاترو هیوادونو لوبغاړي د خپل ملي ټيم د لوبو څخه تیریږي او پدې لیګ کې لوبیدو ته ځانونه رسوي.

څه مودې وړاندې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې کیڼ لاسي چټک توپ اچونکي مېچل سټارک د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سيالیو تړون لدې کبله لغوه کړ،ترڅو پخپل کوربتوب په نړیوال شل اوریز جام سيالیو پام وکړي.خو یاد جام د کرونا له کبله کرکټ نړیوالې شورا وځنډوه.

د نړیوال جام په ځنډيدو سره د هند ای پي ایل سيالیو ته د ترسره کیدو لار هواره شوه.دا چې سږ کال ای پي ایل سيالۍ په اماراتو کې ترسره کیږي.زیاتره هندي مینه والو د مېچل سټارک په اړه وویل،چې اوس به هغه پخپل دې کار زیات پيښمانه وي چې د ای پي ایل سيالیو تړون یې لغوه کړ.خو مېچل سټارک وايي،په کړي کار پيښمانه ندی.

مېچل سټارک وویل: (( د سږ کال اي پي ایل سيالیو په میس کولو خفه نه یم،بلکې لږ ارام به هم وکړم.))

د نوموړي په وینا،سږ کال ای پي ایل سيالۍ یې پريښودې،خو راتلوونکي سيزن کې د لوبيدو په اړه به فکر وکړي.

سټارک چې د کرکټ په ډګر کې په یارکرو توپ اچونې ځانګړی شهرت لري.په ای پي ایل دوو موسمونو کې د بنګلور لوبډلې په ګټه لوبیدلی دی.

نوموړی په ۲۰۱۸ کال کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې لخوا واخیستل شو،خو د ټپونو له کبله نوموړي پکې برخه ونشوه اخیستلی.

نوموړی اوسمهال په تمریناتو بوخت دی او انګلستان دورې ته په لوبډله کې د ځای خپلولو په انتظار دی.

ټاکل شوي چې د انګلستان او اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به راتلوونکي سپټمبر میاشت کې د یو شمیر سيالیو سیریز ترسره شي.خو لا هم ددغه سیریز ترسره کیدلو په اړه حکومت پریکړې ته په انتظار دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ