نسیم دانش لخوا کرکټ بورډ ته مهمه مشوره! | خبریال

نسیم دانش لخوا کرکټ بورډ ته مهمه مشوره!

د افغان کرکټ بورډ پخواني چیرمېن نسیم الله دانش افغان کرکټ بورډ ته سپارښتنه یا مشوره ورکړي چې د (ای پي ایل) په ځای شپږیزې لیګ رنګین کړي.

نوموړي لاندې سپارښتنې کړي:

لومړۍ: د افغانستان پریمیر لیګ پر ځای شپږیزه لیګ رنګین کړی.

دویم: په خپل هیواد کې یې ترسره کړئ او د نورو هیوادو لوبغاړي هم کابل ته را وغواړئ.

دریم: هر څه چې په افغانستان پریمیر لیګ مصرفیږي او یا لاسته ترې راځي په شپږیزه لیګ یې مصرف کړئ او یا لاسته ترې راوړئ.

څلورم: شپږیزه بران‌‌‌‌‌‌ډ نور هم مخکې بوځی، دا بران‌‌‌‌‌‌ډ له منځه مه وړئ.

پنځم: دا کوچنی کرکټ مو د جوارګرو په ښامار مه خورئ. موږ او تاسو په تیر کې هم د شپږیزې ګټې لیدلي او هم مو د افغانستان پریمیر لیګ ګټې ولیدې.

شپږم: یو ښه رهبر باید توپیر وکړي.په کابل کې باید کرکټ مړ نه شي او پر ځای باید بل هیواد رنګین نه شي.

اووم: همغه پيسې چې لوبغاړي یې په افغانستان پریمیر لیګ کې تر لاسه کوي په شپږیزه کې د ورکړل شي.

اتم: سپانسرانو ته د قناعت ورکړل شي او هیوادوال تر هر بل وخت په همدې ورځو کې خوشحالۍ او تفریح ته ضرورت لري.

نوټ: د شپږیزې مدیریت په خپله کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ کوي چې ددې سره زموږ په ایونټ مدیرت کې په سلګونو کارمدندان روزل کیږي او ګټه یې هم ټوله کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ ته ځي، خو د افغانستان پریمر لیګ مدریت بیا خارجی کمپني کوي، چې زیاته ګټه یې هغوی ته ځي. موږ باید د خپلو کارمدنو ضرفیت لوړ کړو.

د یادونې وړ ده چې روان کال شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ به د سپټمبر په ۱۳مه نېټه پیل چې د همدې میاشتې تر ۲۵مې پورې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ