نوین الحق: ویاړم چې د افغان لوبډلې استازیتوب کوم! | خبریال

نوین الحق: ویاړم چې د افغان لوبډلې استازیتوب کوم!

نوین الحق چې يو ځوان او ښه استعداد څخه برخمن لوبغاړی دی،په اوسنیو وختونو کې ټولې کرکټ لوبې دريدلي دي،اکثره کرکټران په خپلو کورونو کې د قرنطین شپې او ورځې سبا کوي،ځينې لوبغاړي د قرنطین پر مهال تمرینات،ځينې یې مطالعې،ځینې یې په ټولینزو رسنیو کې له خپلو ملګرو او دوستانو سره په بنډارونو تیروي.

نوین الحق هم،له هغو لوبغاړو څخه دی چې د قرنطین پر مهال خپل تمرینات ترسره کوي.

نوموړي تازه ټایمز آف انډيا سره د کرکټ په اړه پراخه مرکه کړې ده دلته یې تاسې ته لنډیز شریکوو.

خبریال: اوسني وخت کې ټوله نړۍ د کرونا ویروس له کبله سخته ځپل شوي ده، افغانستان له دې خرابې وضع څخه څومره ځپل شویدی،آيا هلته هم مینه وال له کرکټ څخه بې برخې شوي دي؟

نوین الحق: هو! لکه څنګه چې په نورو هیوادونو کې حالت روان دي،همدغه شان زمونږ هیواد کې هم روان دي دواړه د کرکټ مینه وال او کرکټران د کرکټ د لوبو څخه بې برخې دي.

خبریال: د بندیز په دې موده کې څنګه خپل ځان جوړوئ،هڅوئ؟ او دغه سخت وخت په څه شي تیروئ؟

نوين الحق: بلې!، په دې ستونزمن وخت کې ځان هڅول او جوړول ډير ستونزمن دي، خو د یوه نړیوال کرکټر په توګه تاسو باید دغه وقفې ننداره کړئ او په دې موده کې باید په ذهني اړخ کار وکړئ.زما په نظر که یو ځل کرکټ بیا پیل شو، ذهن په مو ډير جوړ وي،زه دا سخت وخت په فلمونو کتلو سره،په کور کې د تمرین کولو او همداشان موسیقۍ په اوریدلو سره تیروم.

خبریال: د ناروغۍ وروسته چې یو ځل بیا کرکټ پيل شي،ستر هیوادونه به غواړي چې یو له بل سره سيالۍ وکړي،ترڅو مالي ور واښتی زیان پرې ورغوي،آیا فکر نه کوې چې واړه ټیمونه لکه افغانستان به له سترو مالي ستونزو سره مخ شي؟ مثلا، افغانستان پدې ژمي کې له اسټرالیا سره په لومړي ځل ټيسټ لوبه کوي،خو اسټرالیا کرکټ بورډ وايي،چې دا سيالي به ځکه قرباني شي چې دوی د هندوستان سره پنځه ټيسټ لوبې ترسره کوي،تر څو مالي اړخ پرې ورغوي؟

نوین الحق: هو!،دا حقیقت دی ستر کرکټ بورډونه او هیوادونه به د مالي ستونزو د رغولو لپاره همدا کوي،خو تر ټولو ستر زیان سره واړو هیوادونو ته رسیږي زما په نظر د دوی ترمنځ باید بلانس یا توازن وساتل شي،ترڅو ټول کرکټ بورډونه مساوي سهم او نورمال حالت ته لاړ شي دا به ستونزمنه وي،خو امکان هم لري.

خبریال: څه فکر کوې چې نړیوال شل اوریز جام به د افغانستان لپاره ډير مهم وي،آیا تاسو په خپله دېته انتظار یاست چې پکې ولوبیږئ؟ دا به د ستا لپاره لومړۍ نړیوال جام هم وي؟

نوین الحق: زما په نظر نړیوال جام هر یوې لوبډلې ته چې پکې لوبیږي، اهمیت لري د تیر کال راهیسې مونږ نړیوال جام په یاد بیا ندی لرلی دغه جام کې لوبې کول زمونږ لپاره یو ښه فرصت دی، مونږ غواړو چې څو سيالۍ پکې وګټو هو!، دا به زما لپاره لومړۍ نړیوال جام وي د نورو کرکټرانو په توګه به دا زما لپاره د رښتیني خوب په معنا وي چې په نړیوال جام کې د خپل هیواد آستازیتوب کوم.

خبریال: افغانستان لوبډله چې په سپنرانو مشهوره ده، راشد او مجیب یې مشري کوي، پداسې وخت کې تاسو کله چرته داسې نور ځوان لوبغاړي هڅولي چې د خپلو هغو خوښو بالرانو په څیر چې دوی يې غواړي جوړ شي؟

نوین الحق: هو!، زمونږ هیواد په سپنرانو مشهور دی خو فکر کوم چې مونږ را روان ښه چټک توپ اچوونکي لرو زه غواړم چې ځوان لوبغاړي وهڅوم ترڅو ښه چټک توپ اچونکي شي ځکه چې بې له چټکو توپ اچونکو کرکټ بې مزې وي.

خبریال: افغانستان ته له اوږدو جګړو څخه ستر زیان رسیدلی، تاسو چې کله د لویدو په حال کې وی، له کومو ستونزو سره مخ شوي یاست؟

نوین الحق: زمونږ هیواد په تیرو او اوسنیو وختونو کې له سختو جګړو سره مخ دی په یوه داسې هیواد کې چې جګړې ځپلۍ وي، په هغې کې بیا سپورټي لوبې ترسره کول ډيرې ستونزمنې وي خو کرکټ هغه لوبه ده چې دغه جګړه ځپلو میلیونونو خلکو ته یې یوه موسکا ورکړي او زه په دې ډير خوښ یم چې خپلو هیوادولو ته دغه موسکا او خوښي ور په برخه کوم.

خبریال: تاسو ویلي چې ما «نکل بال» يا په ګوتو نیولو سره بال، په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې له ظهیرخان څخه زده کړ تاسو کله هم د هغه سره د مخامخ لیدلو د داسې چانس ترلاسه کړی دی؟

نوین الحق: هو! ما د ظهیرخان «نکل بال» په ۲۰۱۱ کال نړیوال جام کې ننداره کړ د هغه د بالینګ لیدلو وروسته ما هم پيل کړ ما تراوسه د هغه سره د ملاقات چانس نه دی ترلاسه کړی راځئ وګورو چې په راتلوونکي کې څه کيږي.

خبریال: آیا تاسو په راتلوونکي کې دېته انتظار یاست چې د هندوستان لوبډلې خلاف لوبه وکړئ او ویراټ کوهلي ته بالینګ ترسره کړئ؟

نوین الحق:هو! زه همدې ته انتظار یم که آشیا کپ او نړیوال جام وي په نړۍ کې بهترینو بيټسمینانو ته بالینګ کول به زما لپاره خوشحالوونکي وي.

خبریال : آیا تاسو غواړی چې ای پي ایل کې ولوبیږی،فکر کوم چې تاسو څه وخت وړاندې راجستان لوبډلې ته آزموینه هم ورکړي وه؟

نوین الحق:هو یقینا! دا به ډير خوند وکړي چې زه د نړۍ په یوه بهترین لیګ کې لوبه وکړم راجستان لوبډلې ته ټرایل ورکول زما لپاره د زده کړې یوه ښه تجربه وه.انشاءالله چې زه به په راتلوونکي کې چانس ترلاسه کړم.

خبریال: د افغانستان او ویسټ انډيز ترمنځ په سیریز کې، د تاسو د کیرون پولارډ سره په شخړه کې شوئ،په زړه پورې صحنه هم وه،تاسو د هغې شخړې توضیحات را کولی شئ؟

نوین الحق:هو٬! لږه څه کوچنۍ ستونزه له پولارډ سره وه.خو زما په نظر هغه د خبرو تبادله وه او په کرکټ کې د بيټسمين د غصه کولو لپاره وي،تر څو هغه خپله حوصله له لاسه ورکړي.

خبریال: تاسو د ویسټ انډيز او افغانستان ترمنځ ورځنیو لوبو سیریز په ډيرو ویکټو اخیستلو سره پای ته ورسوه څومره د خپلې لاسته راوړنې څخه خوشحاله یاست؟

نوین الحق: د شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو دواړه سیریزونه زما لپاره ډير ښه وو ما له دې لوبو ډیر خوند واخیست او پدې سیریزونو کې ما په خپل ځان ډیر اعتماد ترلاسه کړ ما چې په هغه سيریز کې څه وکړل هغه زما په وړتیا دلالت کوي.

خبریال: تاسو د افغانستان پریمیر لیګ سيالیو کې له اندري رسل سره یو ځای لوبې ترسره کړې او تاسو ددغه ویسټ انډيزي ستوري لوبغاړي څخه کوم څه زده کړل؟

نوین الحق:زه نیکمرغه ووم چې هغه زمونږ په لوبډله کې و ذسل يو ډير ښه او مهربانه انسان و هغه وویل،تاسو چې هر څومره چې څه کړي او اوس يې دې ځای ته را رسولي یاست هیڅکله په خپل ځان کې شکي او زړه نا زړه مه کیږه! په خپل ځان ډاډه او د خپل ځان ملاتړی اوسه!

خبریال: په نړۍ کې د سوادګریزو او لیګي سيالیو پرته ،تاسو به حتما د خپل هیواد لپاره لوبې کوی، د یوه سپيشلیست بالر په توګه، تاسو د راتلوونکو پلانونو لپاره کوم سکیجول جوړ کړی چې د لوبو او د لوبو پرته پرې بلانس وساتې؟

نوین الحق: د یوه سپيشلیست بالر په توګه ، دا به ستونزمنه وي چې یو ځای د خپل هیواد لپاره لوبو ته ځان برابر کړې او بیا په مختلفو سوداګریزو لیګونو کې هم لوبې ترسره کړي، خو زه د یوه کرکټر په توګه غواړم چې داسې وکړم زه به لومړۍ د خپل هیواد لپاره لوبې کوم او بیا په سوداګریزو لیګونو کې برخه اخلم د کرکټ د لوبو یا د فيلډ نه د باندې زه ډير پدې کار کوم چې فېټ پاتي شم،ترڅو یو ښه لوبغاړی واوسم.

خبریال: د بال تاوول یا ورايئشن په شل اوریزو لوبو کې ډير مهم دي،همداشان څومره په سرعت سره به توپ اچونه ترسره کړې؟.آیا تاسو دا ټول په خپله څه زده دي؟

نوین الحق: زه په خپل بالینګ کار کوم فکر کوم چټک توپونو هم ترسره کولی شم شل اوریزې لوبې د بال تاوولو یا ورایئشن لوبې دي څومره چې ښه بال تاوولی شې،همدومره به ښه چلیږې ما اکثره اوس د بال تاوول زده کړي دي، صرف اوس په دې کار کوم چې مکمل یا بشپړ یې کړم.

خبریال: د سويلي افریقا پخواني الروانډر لانس کلوزنر چې اوس د افغانستان روزونکی دی، له هغه څخه دې څومره څه زده کړي دي؟

نوین الحق:ما د لانس کلوزنر سره ډيرې خبرې کړي اساسي توګه،زه له هغه څخه ذهني اړخ او په لوبو کې د تخنیکي شیان زده کوم.

خبریال: تاسو له پخواني چټک توپ اچونکي حمیدحسن سره لیدل شوي یاست،آیا له هغه څخه دې څه زده کړي دي؟

نوین الحق: زه اکثره وخت له حیمدحسن سره د بالینګ په اړخ خبرې کوم هغه دا راښيي چې په سختو او پیچلو حالتو کې باید څه ډول توپ اچونه ترسره کړم دواړه حمید او لانس کلوزنر زما سره ډیره مرسته کوي.

خبریال: افغانستان ټيم په اوس وخت کې په کوم پوزيشن کې پروت دی،آیا سترو ټیمونه سره به مقابلې وکولی شي؟

نوین الحق: زما په نظر زمونږ ټيم په یو ډير ښه پوزیشن او توازن کې قرار لري،خصوصا په شل اوریزو سيالیو کې افغانستان په یوه ښه مقام کې دی مونږ په همدې فارمټ سيالیو کې یوه داسې لوبډله یو، چې هرې لوبډلې ته ماتي ورکولی شو،خو مونږ په ټیسټ او یو ورځنیو لوبو کې کار او اصلاح ته اړتیا لرو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ