ټي سي ایل یو ځل بیا د پشاور زلمي لوبډلې سپانسري په غاړه واخیسته | خبریال

ټي سي ایل یو ځل بیا د پشاور زلمي لوبډلې سپانسري په غاړه واخیسته

کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۱ کال د پاکستان سوپر لیګ سیالیو د پیل وړاندې چینایي الکترونیکي کمپنۍ (TCL) یو ځل بیا د پشاور زلمي لوبډلې سره د همکاریو تړون نوی کړ او راتلوونکي پړاو پي ایس ایل سیالیو کې یې د یادې لوبډلې مالي ملاتړ یا ټېټل سپانسر شیپ په غاړه واخیست.

ټي ایس ایل الکترونیکي کمپني د تیرو څو کالونو راهیسې د پشاور زلمي لوبډله سپانسر کړې او د یاد شرکت مشرې سوني یانګ د پشاور زلمي لوبډلې د مشر جاوید افریدي سره د همکاریو د تړون په مراسمو کې وویل،چې د دوی موخه په یاد هیواد کې د سپورټ پراخول او د ځوانو لوبغاړو لټون دی.

هغې وویل: “مونږ خوشحاله یو چې په ۲۰۲۱ کال کې به هم پشاور زلمي لوبډلې سره ملګرتیا ته دوام ورکړو.دا کال مونږ پریکړه کړې چې زمونږ ملګرتیا به یو ګام نوره هم مخکې وي.مونږ به ددغې لوبډلې ملاتړ ته، ترڅو پدغه هیواد کې سپورټي لوبو ته پرمختګ ورکړي دوام ورکړو.”

د پشاور زلمي لوبډلې مشر جاوید افریدي هم د ټي ایس ایل چینایي شرکت څخه مننه وکړه چې دوی سره همکاريو ته دوام ورکوي.

نوموړي وویل،د دوی موخه په پاکستان کې د کرکټ لوبو پراخول او وده ورکول دي.هغه هیله څرګنده چې دا ځلې به د پي ایس ایل اتلوالي خپل کور ته راوړي.

ټي ایس ایل یوه چینایي الکترونیکي کمپني ده چې په ۱۵۰ هیوادونو کې خپلې څانګې لري.

ټاکل شوي چې پاکستان سوپر لیګ سیالۍ به د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه نېټه پیل شي.

پدې سیالیو کې پنځه افغان لوبغاړي قیس احمد،نور احمد،مجیب،راشد او نبي هم اخیستل شوي.خو د زمبابوې سره د سیالیو د ټکر له کبله به شاید درې شهرت لرونکي افغان لوبغاړي پکې برخه وانخلي.

د معلوماتو له مخې چې پاکستان سوپر لیګ څانګو سر له اوسه د یادو لوبغاړو د نه شتون په بدل کې د نورو لوبغاړو د پیدا کولو هڅه روانې کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ