ویسټ انډیز ته د سریلانکا سفر وځنډیده | خبریال

ویسټ انډیز ته د سریلانکا سفر وځنډیده

کریکبال وېبپاڼه- د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې سفر ویسټ انډیز ته له هغې وروسته ته وځنډیده چې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکي مکی ارتهر او د یادې لوبډلې لوبغاړي لاهیرو تراماني د کرونا ټیسټ پایله مثبته ښکاره شوه.

د یادو کسانو پر کرونا د اخته کیدو خبر سریلانکا کرکټ بورډ په یوې اعلامیه کې ورکړی دی.

یادې خبرپاڼې لیکلي:” د ټولو ۳۶ کسانو څخه چې په هغې بالران،بېټسمینان او روزونکي شامل وو، تیره ورځ د پي سي ار یا د کرونا ټیسټ ترسره شو چې پکې د دوو کسانو روزونک مکی ارتهر او لاهیرو تراماني د کرونا ټیسټ پایله مثبته راښکاره شوه.”

لاهیرو تراماني بیا پخپل ټویټ کې لیکلي،زه د هر کرونا هیڅ علامه نه لرم.نه پوهیږم چې څرنګه زما د کرونا پایله مثبته شوي ده.

مکی ارتهر هم د لاهیرو تراماني په اند دی،هغه هم ویلي لدې سخت حالت کې یې وخت تیر کړی او هغه هم نه پوهیږي چې څرنګه په کرونا مبتله شوی.

نوموړي له مینه والو مننه کړې چې هغه ته یې د صحت غوښتنه کړی ده.

ټاکل شوي وه چې سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې به روانه میاشت کې د یو شمیر سیالیو د ترسره کولو په موخه سریلانکا ته دوره کړي وای او دواړو لوبډلو ترمنځ به د فبرورۍ له شلمې نېټې سیریز ترسره شوی وای،خو د کرونا د پيښو وروسته پلان شوی سیریز وځنډیده.

سریلانکا کرکټ بورډ ویلي،ویسټ انډیز سره به دغه سیالۍ په یوه مناسب وخت کې بیا پلان کړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ