عمران خواجه د ای سي سي مرستیال چرمېن وټاکل شو | خبریال

عمران خواجه د ای سي سي مرستیال چرمېن وټاکل شو

کریکبال وېبپاڼه- کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې پخوانی د دوهمې درجې ډایریکټر عمران خواجه یې د نوي مرستیال چرمېن په توګه په دنده ټاکلی.

عمران خواجه په لومړي ځل په ۲۰۰۸ کال کې د ای سي سي بورډ سره یو ځای شو او نوموړي په بيلا بیلو برخو کې د ای سي سي په چوکاټ کې دندې ترسره کړي دي.

عمران خواجه تیر کال د کرکټ نړیوالې شورا د مشر شاشنک منوهر له استعفاء وروسته د ای سي سي اجراییه مرستیال په توګه دنده اجرا کوله او د کرکټ نړیوالې شورا هغه وخت مرستیال برکلي په دنده ټاکل شوی وو.

خواجه د مرستیال مشر په توګه په دنده ټاکل کیدو خوښي ښکاره کړه او نوموړي وویل،له نورو مدیرانو سره به یو ځای د کرکټ د لوبو په پراختیا کار وکړي.

((دا زما لپاره ویاړ دی چې د ای سي سي مرستیال چرمېن په توګه ټاکل کیږم.زه غواړم چې پدې برخه کې له خپلو نږدې ملګرو او ډایریکټرانو له ملاتړ مننه وکړم.زه باوري یم چې مونږ ټول په ګډه کولای شو چې سپورټ پداسې کرونایي چاپيریال کې یوه قوي پوزیشن ته پورته کړو.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ