ګرېم سوان: جو روټ د انګلستان یو بهترین توپ وهونکی دی | خبریال

ګرېم سوان: جو روټ د انګلستان یو بهترین توپ وهونکی دی

کریبال وېبپاڼه- د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی ورو توپ اچونکی ګرېم سوان وایي،بهترین توپ وهونکی چې انګلستان تولید کړی هغه جو روټ دی.

نوموړي وویل،جو روټ یو داسې لوبغاړی دی چې د الیسټر کوک د زیاتو منډو ریکارډ به هم مات کړي.

الیسټر کوک د انګلستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی.نوموړي (۱۲ زره ۲۴۹) منډو په جوړولو سره لومړی مقام لري.

جو روټ اوسمهال د (۸ زره ۲۴۹) منډو په جوړولو سره د انګلستان لخوا څلورم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی.

ګرېم سوان څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې ټاکل شوي سبا به جو روټ د هندوستان خلاف د خپل کرکټ کیریر په سلمه ټیسټ لوبه کې راښکاره شي.

جو روټ د سریلانکا خلاف په وروستي سیریز کې هم ښې لوبې ترسره کړې چې (۴۲۶) منډې یې جوړې کړې او انګلستان ته یې د سیریز په ګټلو کې مهم رول ادا کړ.

ټاکل شوي چې د انګلستان او سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د درې ټیسټ لوبو لومړی لوبه سبا په چنای ښار کې ترسره شي.

هندوستان هم د اسټرالیا خلاف په وروستي سیریز کې بریا خپله کړي وه او انګلستان هم د سریلانکا خلاف په وروستي سیریز کې بریا خپله کړي وه.

دواړه پیاوړي لوبډلې دي او د دوی ترمنځ به د ټیسټ لوبو سیریز هم جالب وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ