ټي ټين لیګ: قلندرز لوبډلې لومړی ماتي وخوړه | خبریال

ټي ټين لیګ: قلندرز لوبډلې لومړی ماتي وخوړه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په لس اوریزه لیګ سیالیو په دوام نن ۲۳مه لوبه هم ترسره شوه چې پکې ډهلي بولز لوبډلې په ۹ ویکټو قلندرز لوبډلې ته سخته ماتي ورکړه او پدې سره قلندرز لوبډلې روان لیګ کې لومړی ماتي وخوړه.

قلندرز لوبډلې لومړی توپ وهنې په کولو سره د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۷ منډې جوړې کړې او ۱۰۸ منډو هدف یې ډهلي بولز لوبډلې ته کيښود.

د قلندرز لپاره توپ وهنه کې یوازینی توپ وهونکی ټام بنټن وو چې تر ټولو ډیرې (۲۶) منډې یې جوړې کړي وې.

د ډهلي بولز لخوا توپ اچونه کې اډورډس (۲)،براوو،یانګ او شیراز (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې ډهلي بولز لوبډلې دواړو اوپنرانو ایون لیوس او رحمن الله ګربز چټک پیل ورکړ.

ګربز د ۲ شپږیزو او یوې څلوریزې په مرسته په ۱۲ توپونو (۱۷) منډې جوړې کړې.

لیوس (۴۸) ناسوځیدلي منډې او بوپارا (۳۷) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

نعیم یانګ د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

څو شیبې وروسته به دریمه لوبه د ابوظبي او بنګله ټایګرز لوبډلو ترمنځ سیالي ترسره شي.

لدې وړاندې لومړی لوبه دېکن ګلډیئټرز لوبډلې په ۲۹ منډو توپیر ماراټه عربیانز لوبډلې څخه ګټلي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ