د سټرلینګ او اورټرن په مټ ابوظبي لوبډله دوهم پړاو ته ووتله | خبریال

د سټرلینګ او اورټرن په مټ ابوظبي لوبډله دوهم پړاو ته ووتله

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي ټي ټين لیګ ګروپي لوبو وروستۍ سیالي تیره شپه ترسره شوه چې پکې ابوظبي لوبډلې په ۲۱ منډو توپیر د بنګله ټایګرز لوبډلې خلاف د بریا ترلاسه کولو وروسته (پلې اف) یا دوهم پړاو ته لار ومونده.

ابوظبي لوبډلې د سټرلینګ د (۶۴) ناسوځیدلي منډو په مټ لس اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۶ منډې جوړې کړې او بنګله ټایګرز ته یې د ۱۱۷ منډو هدف وټاکه.

د بنګله ټایګرز لوبډلې لخوا توپ اچونه کې په لومړي ځل لوبیدونکي لوبغاړي پاتيرانا دوو اورونو کې (۹) منډې ورکړې او دوه ویکټ یې ترلاسه کړې.

ددې ترڅنګ فضل حق فاروقي دوو اورونو کې (۱۸) خو په ویکټ بریالی نشو.

قیس احمد یو اور کې (۱۷)،کریم جنت یو اور کې (۲۰) او مجیب دوو اورونو کې (۲۱) ټول بې ویکټې پاتي شول.

ټاکل شوي هدف په مقابل کې بنګله ټایګرز ښه روان وو،خو د جانس چاس له سوځیدلو وروسته لوبه د ابوظبي په ګټه لاړه.

نوین الحق د ابوظبي لوبډلې لخوا مخکښ توپ اچونکی وو.نوموړي دواړه افغان لوبغاړي قیس احمد او کریم جنت په صفر له میدان بهر کړل.

نوین په دوو اورونو کې (۲۰) منډې ورکړې او (۲) ویکټې یې ترلاسه کړې.

اورټن تر ټولو مخکښه توپ اچونه ترسره کړه.نوموړي د ۲۴ منډو په بدل کې (۴) ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله ټایګرز د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یوازې (۹۵) منډې جوړې کړې او سیالي یې بایلوده.

پدې بریا سره ابوظبي لوبډله د ډهلي بولز،قلندرز،نرترن ورئیرز وروسته څلورمه لوبډله شوه چې پلې اف یا دوهم پړاو ته لار مومي.

ټاکل شوي چې نن به د پلي اف پړاو سیالیو کې لومړی لوبه د ډهلي بولز او نرترن ورئیرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي،چې ګټوونکي لوبډله پایلوبې ته لار مومي او بایلونکي لوبډله به یې ایلیمنټر لوبه ترسره کړي.

دوهمه سیالي به د قلندرز او ابوظبي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.چې ګټوونکي لوبډله به یې د ایلیمنټر لوبه د ډهلي بولز او نرترن ورئیرز ترمنځ بایلونکي لوبډلې سره ترسره کړي.

د یادو سیالیو ایلیمنټر لوبه ماښام په نهو بجو ترسره شي.

ټاکل شوي د لس اوریزه لیګ سیالیو پایلوبه به سبا ماښام اته نیمې بجې ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ