انګلستان په لومړی ټیسټ لوبه کې توپ وهنه پیل کړې | خبریال

انګلستان په لومړی ټیسټ لوبه کې توپ وهنه پیل کړې

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان او هندوستان ترمنځ د درې ټیسټ لوبو سیریز په لومړی ټیسټ لوبه کې انګلستان د ټاس په ګټلو لومړی توپ وهنې پیل کړي ده.

یادې سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ارزښتمنې دي او هره لوبډله به هڅه کوي چې بریا خپله کړي.

دغه سیالي به د انګلستاني کرکټر جو روټ لپاره ځانګړي سیالي وي او نوموړی د خپل کرکټ کیریر تاریخي او سلمه ټیسټ لوبه لوبوي.

جو روڼ د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکی دی او نوموړی د انګلستان لپاره څلورم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی شمیرل کیږي.

انګلستان پدې وروستي سیریز کې سریلانکا ته ماتي ورکړې او مورال به یې لوړ وي.

له بلې خوا هند هم د اسټرالیا څخه د ګواسکر ټرافۍ سره یو ځای راستون شو او پخپل هیواد کې دننه له هند څخه د لوبې ګټل به هم ستونزمن وي.

له ځنډ وروسته ویراټ کوهلي هم لوبډلې ته راستون شوی.نوموړی د اسټرالیا خلاف د لومړی ټیسټ لوبې لوبولو وروسته د خپل اولاد د پیدا کیدو له کبله هندوستان ته راستون شوی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ