ایرلینډ کرکټر مکبراین: مونږ باید ځوانانو ته راتلوونکي کې چانس ورکړو | خبریال

ایرلینډ کرکټر مکبراین: مونږ باید ځوانانو ته راتلوونکي کې چانس ورکړو

کریکبال وېبپاڼه- ایرلینډي کرکټر او ورو توپ اچوونکي اندریو مکبراین پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي،سره ددې چې دوی د افغانستان خلاف د یو ورځنیو لوبو سیریز درې په صفر بایلوده،خو خوښ پدې وو چې زیاتره ځوان لوبغاړي پکې ولوبیدل او راتلوونکي کې به د ایرلینډي لپاره ښه لوبغاړي پاتي شي.

نوموړی وویل،د سترو لوبغاړو څخه ځوانانو ته د لوبو پريښودل یا لیږد یوه معمول خبره ده.که څه هم په لومړیو کې به د لوبډلې په زیان وي،خو وروسته به یې ډیرې مثبتې پایلې ولري.

“هره لوبډله کې د سترو لوبغاړو څخه ځوانانو یا نوو لوبغاړو ته د لوبو لیږد پړاو صورت نیسي،خو دا کار هم د لوبډلې د جوړښت او په راتلوونکي کې د مضوبتیا په اساس کیږي.”

نوموړي وویل،په لوبډله کې یې ځوان او استعدادي لوبغاړي شتون لري او دوی تر (۱۰-۱۵) نورو سیالیو ته هم اړتیا لري،ترڅو تجربې پکې خاصلې کړي،خو مونږ باید په ځوانانو باور او اعتماد ولرو.”

مکبراین زیاته کړه،هیله یې درلوده چې دوی به له افغانستان څخه د سیریز لړۍ (۱-۲) سره ګټي،خو داسې ونشول.

نوموړي وویل،افغانستان په اسیایي کنډیشن کې ډیر قوي وي او بله دا چې دوی د نړۍ لومړي او دوهم مقام ورو توپ اچوونکي له ځان سره لري.

د یادونې وړ ده چې اندریو مکبراین د افغانستان خلاف په لومړی لوبه کې د ۲۹ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي سوځولي وو.

هغه وویل،ډیر خوښ شو چې د افغانستان خلاف یې پنځه ویکټې ترلاسه کړې،خو لا به هغه وخت ډیر خوشحاله شوی وای چې د لوبې پایله زمونږ په ګټه تمامه شوي وای.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ