راوي شتري: هندي لوبغاړي هم انسانان دي او استراحت ته اړتیا لري | خبریال

راوي شتري: هندي لوبغاړي هم انسانان دي او استراحت ته اړتیا لري

کریکبال وېبپاڼه- د هندوستان کرکټ لوبډلې روزونکي راوي شتري د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل وروسته د لوبغاړو لپاره د دوو اونیو استراحت غوښتنه کړي ده.

راوي شتري وایي،قرنطین او محدودیتونو لوبغاړي له ذهني ستونزو سره مخ کړي دي او د هندوستان مصروفو سیالیو سکیجول ته په کتو د لوبغاړو استراحت هم اړین دی.

رواي شتري په وینا د انګلستان له سیریز وروسته چې څلورو ټیسټ، پنځه شل اوریزې او درې یو ورځنۍ لوبې پکې شاملې دي،لوبغاړي ای پي ایل ته ځي.له همدې کبله نوموړي د هند کرکټ بورډ ادارې څخه لوبغاړو ته د دوو اوونیو د استراحت ورکولو غوښتنه کړي ده.

هندي لوبغاړي د جنورۍ په دوهمه اوونۍ کې له اسټرالیا راستانه شول او یوازې یوه اوونۍ یې په کورونو کې تیره کړله او اوس د انګلستان سره په سیالیو بوخت دي.

” زما په اند بعضې اړخونو کې اړ یاست چې وقفه وکړئ.هو! د انګلستان سیریز وروسته دوی د یوه ای پي ایل وروسته بیا ای پي ایل ته ځي.یوه-دوه اوونۍ باید دوی ته وقفه ورکړل شي،ځکه چې پدې قرنطین او ببل حالتو کې تاسو له ذهني ستونزو سره مخ کیږئ.دوی هم انسانان دي او استراحت ته اړتیا لري.”

د یادونې وړ ده چ هند کرکټ لوبډله اوسمهال د انګلستان سره په لومړی ټیسټ لوبه کې بوخت ده.

انګلستان لومړی توپ وهنه پیل کړې،دا مهال انګلستان ۱۷۱ منډې لري،یو لوبغاړی یې له لاسه ورکړئ.

جو روټ چې سلمه ټیسټ لوبه یې هم ده په ۶۴ منډو لوبه کوي.بل ملګری سبلي یې هم په ۶۴ منډو ناسوځیدلی ولاړ دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ