د ګربز او نبي اړوند لوبډلې د (ټي ټین لیګ) پایلوبې ته لار ومونده | خبریال

د ګربز او نبي اړوند لوبډلې د (ټي ټین لیګ) پایلوبې ته لار ومونده

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي ټي ټین لیګ سیالیو کوالیفای راونډ لومړی لوبه کې د رحمن الله ګربز او محمد نبي عیسی خېل اړوند ډهلي بولز لوبډلې د نرترن ورئیرز لوبډلې ته په ماتي ورکولو سره ددې سیالیو پایلوبې ته لار ومونده.

نرترن وريئرز لوبډلې لومړی توپ وهنې کولو سره د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۹۷ منډې جوړې کړې او ډهلي بولز لوبډلې ته یې د ۹۸ منډو هدف وټاکه.

د نرترن لوبډلې لپاره یوازې نیکولاس پورن تر ټولو ډیرې (۳۲) منډې جوړې کړي وې.

د ډهلی بولز لخوا توپ اچونه کې وقاص مقصود،براو او یانګ (۲-۲) ویکټط ترلاسه کړې.

ټاکل شوی هدف د ډهلي بولز لوبډلې لخوا د لوبې په نهم اور کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

ډهلي لخوا توپ وهنه کې رحمن الله ګربز په ۷ توپونو (۱۴) منډې جوړې کړې.یوه شپږیزه او دوه څلوریزې یې ووهلې.

په نورو توپ وهونکو کې راترفورډ (۲۹)، بېل (۲۳)،نبي (۱) بوفرا (۱۵) زیاتې منډې جوړې کړې.

د نرترن لخوا توپ اچونه کې جنید صدیق (۴) ویکټې ترلاسه کړي وې.

نرترن لوبډله به پایلوبې ته د لار موندنې لپاره بله سیالي نن د شپې په نهو بجو بله لوبه د قلندرز او ابوظبي لوبډلو ترمنځ ګټوونکي لوبډلې سره ترسره کړي.

ټاکل شوي ددغو سیالیو پایلوبه به سبا د شپې په اته نیمو بجو ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ