د ای پي ایل نیلامۍ ته (۳۰) افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې | خبریال

د ای پي ایل نیلامۍ ته (۳۰) افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

کریکبال وېبپاڼه- د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامۍ پړاو ته د نوم لیکنې پړاو نن پای ته ورسید او ټولټال (۱۰۹۷) داخلي او نړیوالو لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.

په نوم لیکنې پړاو کې د خارجي هیوادونو څخه تر ټولو ډیر لوبغاړي له ویسټ انډیز هیواد څخه دي.

د یاد هیواد څخه ټولټال (۵۶) لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.ورپسې اسټرالیا ده چې (۴۲) لوبغاړو ورته نوم لیکنه کړي.

همداشان له سويلي افریقا څخه (۳۸)، سریلانکا څخه (۳۱)،افغانستان څخه (۳۰)،نیوزیلینډ څخه (۲۹)،انګلستان څخه (۲۱)،اماراتو څخه (۹)،نېپال څخه (۸)،سکاټلینډ څخه (۷)،بنګله دېش څخه (۵)،امریکې،ایرلینډ او زمبابوې څخه (۲-۲) لوبغاړو نوم لیکنه کړي ده.

که چیرې هره لوبډله حد اقل ۲۵ لوبغاړي له ځان سره نیسي،ټولټال به نیلامۍ پړاو کې (۶۱) لوبغاړي واخیستل شي.

نیلامۍ پړاو به د روانې فبرورۍ میاشتې په اتلسمه نېټه د هند په چنای ښار کې ترسره شي.

د نیلامۍ پړاو وړاندې ټولو لوبډلو (۵۷) لوبغاړي خوشي کړل او ۱۳۹ لوبغاړي یې له ځان سره وساتل.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ