ټي ټين لیګ:د نرترن او ډهلي بولز ترمنځ نن پایلوبه کیږي | خبریال

ټي ټين لیګ:د نرترن او ډهلي بولز ترمنځ نن پایلوبه کیږي

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي په کوربتوب لس اوریزه لیګ سیالۍ چې ټولو ۸ لوبډلو پکې ګډون کړی وو او د یادو لوبډلو څخه یوازې نرترن وريئرز او ډهلي بولز لوبډلې پدې وتوانیدې چې د یادو سیالیو پایلوبې ته لار ومومي.

ډهلي بولز لوبډله کې دوه افغان لوبغاړي ګربز او نبي هم شتون لري.خو نرترن وریئرز لوبډله چې ویسټ انډیز سره تعلق لري او زیاتره د هغه هیواد لوبغاړي پکې شامل دي،کوم افغان لوبغاړی ورسره شتون نه لري.

تیره ورځ د همدې وريئرز او ډهلي بولز لوبډلو ترمنځ پایلوبې ته د لار موندنې لوبه شوي وه چې ډهلي بولز لوبډلې ترې ګټلي وه.

وریئرز لوبډلې تیره شپه ناوخته پایلوبې ته د لار موندنې بله لوبه له ابوظبي لوبډلې سره چې دوه افغان لوبغاړي نوین الحق او نجیب الله ځدراڼ هم ورسره وو،ترسره کړه چې وريئرز په ۷ ویکټو ابوظبي لوبډلې ته ماتي ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.

د تیرې شپې په لوبه کې ابوظبي لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۱۴ منډې جوړې کړې او ۱۱۵ منډو هدف یې وريئرز لوبډلې ته ورکړ.

ابوظبي لپاره یوازې سټرلینګ تر ټولو ډیرې (۴۸) منډې جوړې کړې.

ټاکل شوی هدف د نرترن وريئرز لوبډلې لخوا په وروستي اور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

ټاکل شوي چې نن ماښام (۶:۴۵) به د پایلوبې وړاندې د دریم مقام سیالي د قلندرز او ابوظبي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.له هغې وروسته به ۸ نیمې بجې د نرترن وریئرز او ډهلي بولز ترمنځ پایلوبه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ