پاکستانۍ لوبډله لومړي اننګز کې په۳۲۶ وسوځیدله | خبریال

پاکستانۍ لوبډله لومړي اننګز کې په۳۲۶ وسوځیدله

د انګلستان او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې، پاکستان د ټاس په ګټلو لومړۍ توپ وهنه غوره کړه.

پاکستان پخپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۲۶ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لخوا توپ وهنه کې تر ټولو ښکلي لوبه شان مسعود ترسره کړه،چې په ۳۱۹ توپونو سره یې (۱۵۶) منډې جوړې کړې.

د نوموړي توپ وهنه کې ۱۸ څلوریزې او ۲ شپږیزې شاملې وې.

دغه شان بابر اعظم (۶۹) او شاداب خان (۴۵) منډې جوړې کړې.

د انګلستان لپاره توپ اچونه کې سټیوارټ براډ او جوفرا ارچر ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

همداشان مریس ووکز (۲)، اندرسن او ډومنیک بېس ۱-۱ ویکټ واخیسته.

لدې وروسته به انګلستان خپل د لوبې اننګز پیل کړي.

یاده د وي چې نن د لوبې دوهمه ورځ ده.

انګلستان لدې وړاندې پخپل کوربتوب له ویسټ انډیز څخه د ټیسټ لوبو سیریز ګټلی وو.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ