پوجارا: په کریز کې د کوهلي په شتون سره په ما فشار نه وي | خبریال

پوجارا: په کریز کې د کوهلي په شتون سره په ما فشار نه وي

د هند کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ پارمټ سیالیو پیاوړي لوبغاړي چېټشوار پوجارا وایي،کله چې هندی کپتان ویراټ کوهلي په کریز یا ویشتنځای کې شتون ولري،بیا پر هغه کوم فشار نه وي.

نوموړی ددې علت دا ښایي،چې د مخالف ټیم ټولو لوبغاړو (بالرانو) پام یوازې ویراټ کوهلي سوځولو ته وي او پدې دوران کې پخپله زه (لوز) بالونه ترلاسه کوم او لوبه پرمخ وړم.

پوجارا وویل: (( زه د ویراټ کوهلي سره د یو ځای لوبې څخه خوند اخلم.علت یې دا دی چې هغه یو مثبت او پزاټیو لوبغاړی دی.کله چې هغه په ویشتنځای کې وي،زه پوهیږم چې بالران یا توپ اچوونکي به د هغه د ژر سوځولو په فکر کې وي.))

((د بالرانو ټول پام د ویراټ کوهلي په سوځولو شي او پدې موده کې پر ما کوم فشار نه وي او ازادنه لوبه پر مخ وړم.کوهلي یو داسې لوبغاړی دی چې اړتیا وي په لومړي توپ هم شاټ وهي او سکور بورډ روان ساتي.په نوموړي د لوبې پر مهال هیڅ فشار نه وي.))

د یادونې وړ ده چې پوجارا هم د نورو هندي لوبغاړو په څیر د ډیرې مودې راهیسې د کرونا له کبله په کور کې قرنطین شوی وو.خو پدې وروستیو کې نوموړي خپل تمرینات پیل کړي او د راتلوونکو سیالیو لپاره چمتوالی نیسي.

ټاکل شوي چې هند کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په وروستیو کې،د څلورو ټیسټ لوبو سیریز ترسره کولو په موخه اسټرالیا هیواد ته سفر وکړي،چې پدې سیالیو کې هم له پوجارا د ښو لوبو تمه کیدلی شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ