انوشکا شرما: ویراټ کوهلی سخت له بایللو کرکه لري | خبریال

انوشکا شرما: ویراټ کوهلی سخت له بایللو کرکه لري

د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي ویراټ کوهلي میرمن انوشکا شرما وایي،خاوند یې د ماتي یا بایللو څخه ډیره کرکه لري.

انوشکا شرما دا څرګندونې په انسټګرام د یوه مینه وال د پوښتنې په ځواب کې وکړې.

له انوشکا شرما وپوښتل شول،د ښه ژوند ترڅنګ داسې څه دي چې ویراټ کوهلي پرې غصه یا ځوریږي؟

هغې یې ځواب کې وویل،ویراټ کوهلي هیڅ داسې څه نه خوښوي چې ویې بایلي.

(( ان تردې،چې هغه ته په هر د بورډ ګیم (خط کي) کې ماتي ورکړم،هغه سولوي او نوموړی هیڅ ماتي نه خوښوي.))

یو بل مینه وال بیا له انوشکا شرما وپوښتل چې د کور په نورو کارونو کې هغه درسره مرسته کوي.

ځواب کې یې انوشکا شرما وویل: (( هو! زه د هغه څخه بعضې وخت چې د بوتل سرپوښ کلک شوی وي،د هغه په خلاصولو کې مرسته غواړم او همداشان چې دروند وزن وي او د هغه په پورته کولو کې مرسته غواړم.))

فلمي اداکاره انوشکا شرما او ویراټ کوهلي چې د ډیزې مودې راهیسې یې،د یو او بل سره یارانه او ملګرتیا درلوده.بالاخره یې په ۲۰۱۸ کال دسمبر میاشت کې، په ایټالیا هیواد کې واده سره وکړ او دواړه یو ځای او ګډ ژوند پر مخ وړي.

انوشکا شرما زیاتوي،کله چې په مینه کې وفاداري وي،هیڅکله د ښځې او خاوند ترمنځ ستونزه نه را ولاړه کیږي.

د یادونې وړ ده چې دواړه انوشکا شرما او ویراټ کوهلي د قرنطین مودې پر مهال په ټولنیزو شبکو کې ډیر فعال وو او دواړه به لایف ډول راتلل او د مینه والو پوښتنو ته به یې ځوابونه ورکول.

هیره دې نه وي چې انوشکا شرما اوسمهال په (پاټل لوک او بلُبل) فلمي پروژه کار روان کړئ،خو مینه وال یې لا هم د هغې (زېرو فلم) چې په ۲۰۱۸ کال کې ريلیز شوی،د هغې لیدو ته په تمه دي.

ویراټ کوهلي بیا د اماراتو په کوربتوب د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو ته په چمتوالي بوخت دی.

ټاکل شوي چې ۱۳م پړاو ای پي ایل سیالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پیل،چې د نومبر تر ۸مې به دوام وکړي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ