تیر کال په همدې ورځ نجات مسعود ښه بالینګ کړی وو | خبریال

تیر کال په همدې ورځ نجات مسعود ښه بالینګ کړی وو

کال وړاندې په همدې ورځ د داخلي کرکټ تر ټولو بهترینه بالر نجات مسعود د ولایتي ګریډ ون چیلنجي کپ سیالیو پر مهال د خوست ولایتي لوبډلې خلاف بهترینه توپ اچونه ترسره کړي وه او ۷ لوبغاړي یې سوځولي وو.

نوموړي هغه مهال په (۹ اعشاریه ۵) اورونو کې د ۲۳ منډو په ورکولو سره ۷ لوبغاړي سوځولي وو.

نوموړي درې مېډن اورونه هم ترسره کړي وو.

خوست لوبډله په یاد اننګز کې په ۷۶ منډو سوځیدلي وه.

د خوست لپاره هغه مهال محمد هاشم ۲۱ او نعمت خوشحال ۱۷ زیاتې منډې جوړې کړي وې.

یاده د وي چې نجات مسعود هغه بالر دی چې په تیر شپږم پړاو شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې یې تر ټولو ډیرې ویکټې اخیستي وې او د بالرانو په جدول کې یې لومړۍ مقام خپل کړی وو.

د یادونې وړ ده چې نجات مسعود په لومړي ځل لیست اې سیالي په ۲۰۱۷ مس عینک لوبډلې په ګټه ترسره کړي ده او همداشان په لومړي ځل فرسټ کلاس سیالۍ کې د بند امیر لوبډلې په ګټه راښکاره شو او په لومړي اننګز کې یې ۶ ویکټې ترلاسه کړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ