نجیب الله ځدراڼ! | خبریال

نجیب الله ځدراڼ!

نجیب الله ځدراڼ د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو غټ او ستر هېټر دی.

نوموړی چپ لاسی بیټسمین او په ښي لاس اف بریک ورو توپ اچونه کوي.نجیب ځدراڼ زیاتره وخت د لوبې په وروستۍ برخه کې توپ وهنې ته راښکته کیږي او بریده ګره لوبه او غټ شاټونه وهي.

نجیب الله ځدراڼ چې ۲۷ کاله عمر لري د افغانستان په لوګر ولایت کې پیدا شوی دی.

نجیب د افغانستان کرکټ نوولس کلنې،الف لوبډلې او همداشان د ملي لوبډلې یو مهم لوبغاړی پاتي شوی دی.

نجیب الله ځدراڼ په لومړي ځل په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان کرکټ په ملې لوبډله کې راښکاره شو او لومړۍ پنځوس اوریزه سیالي یې په ۲۰۱۲ کال د جولای په اوومه نېټه د ایرلینډ خلاف ترسره کړه،چې ۲۷ منډې يې پکې جوړې کړې.

وروستۍ یو ورځنۍ سیالي یې په ۲۰۱۹ کال نومبر په یوولسمه نېټه د ویسټ انډیز خلاف ترسره کړي ده.

د خپل کرکټ کیریر لومړۍ شل اوریزه سیالي یې په ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په ۹مه نېټه د هندوستان لوبډلې خلاف ترسره کړي ده او وروستۍ بیا یې په ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۲۰مه نېټه د د ایرلینډ خلاف ترسره کړي ده.

نجیب الله ځدراڼ په ۲۰۱۷ کال کې د بندامیر او همداشان چټاګانګ ویکینکز لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي دي.

په ۲۰۱۸ کال کې یې د کاناډا ګلوبل شل اوریزه لیګ سیالیو کې د مونټرل ټایګرز لوبډلې لپاره او همداشان په ورته کال یې د افغان غوره لیګ سیالیو کې د کندهار لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړي دي.

نجیب الله ځدراڼ د اسټرالیا په کوربتوب په ۲۰۱۵ کال نړیوال جام کې هم برخه واخیسته،خو یوازې ۶ لوبو کې یې ۱۲۳ منډې جوړې کړې.

نوموړی څو ځلې د لوبډلې څخه ډراپ شوی دی او فرسټ کلاس سیالیو کې د ښه ځلیدو وروسته بیرته لوبډلې ته اخیستل شوی دی.

ځدراڼ په ۲۰۱۶ کال کې د اماراتو خلاف په لوبه کې،په ۳۵ توپونو ۶۰ منډې وکړې او دده په مټ افغان لوبډلې د بنګله دېش په کوربتوب اشیا کپ سیالیو ته لار ومونده.

یو ورځنۍ لوبې:

نجیب الله ځدراڼ ۶۷ یو ورځنۍ لوبې کړي،د (۸۹،۸۵) سټرایک رېټ او (۲۹،۹۲) اوسط سره یې ټولې (۱۵۸۶) منډې جوړې کړي دي.

نوموړي ددې ترڅنګ یوه سلیزه او ۱۱ نیمه سلیزې هم وهلي دي.

ډیرې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۰۴ دي او ۹ ځلې ناسوځیدلی هم پاتي شوی دی.

شل اوریزې سیالۍ:

نوموړي په ۶۰ شل اوریزو لوبو کې د څه باندې ۱۴۰ سټرایک رېټ او (۳۱،۴۸) اوسط سره،ټولې (۹۷۶) منډې جوړې کړي دي.

نوموړي (۶۳) څلوریزې، (۵۲) شپږیزې، (۳۰) کیچونه اخیستي او ۳ نیمه سلیزې یې هم جوړې کړي دي.

نوموړی ددې ترڅنګ ۲۰ ځلې د لوبې پر مهال ناسوځیدلی پاتي شوی دی.

په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې (۶۹) ناسوځیدلي منډې دي.

فرسټ کلاس سیالۍ:

نجیب ځدراڼ په ۵ فرسټ کلاس سیالیو کې برخه اخیستي او د ۳ نیمه سلیزو په مټ یې ( ۳۰۶) منډې جوړې کړي دي.

په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې (۹۹) دي.

لیست اې سیالۍ:

نوموړي په ۸۹ لیست اې سیالیو کې یې برخه اخیستي.د یوې سلیزې او ۱۸ نیمه سلیزو په مټ یئ ټولټال ( ۲۲۸۵) منډې جوړې کړي دي.

نوموړي یوه لوبه کې زیاته منډې (۱۰۴) دي او ۱۳ ځلې ناسوځیدلی پاتي شوی دی.

ددې ترڅنګ نوموړي (۱۸۵) څلوریزې، (۱۰۳) شپږیزې هم وهلي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ