هند کرکټ بورډ له (وېؤو) چیناي شرکت سره تړون لغوه کړ! | خبریال

هند کرکټ بورډ له (وېؤو) چیناي شرکت سره تړون لغوه کړ!

هند کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو لپاره د چینایي موبایل کمپنۍ (ViVo) سره د سپانسرۍ تړون لغوه یا پای ته ورسوه.

د چینايي موبایل جوړونې یاد شرکت سره له هغې وروسته، د هند کرکټ بورډ لخوا تړون پای ته رسول کیږي،چې په جون میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همالیا په ختیځ لدخ سرحد کې د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته ترسره شوه.

ددې سربیره هند حکومت پخپل هیواد کې په ۵۹ نورو چینایي اپلیکشنونو چې په هغې کې (ټیک ټک) هم شامل دی،بندیزونه ولګول.

د هند حکومت په وینا چې دا دوی د هیواد خپلواکۍ،دفاع او امنیت په زیان وو او له همدې کبله یې پرې بندیز ولګوه.

هند کرکټ بورډ وویل: (( بي سي سي ای او (ویؤو) پریکړه کړې چې دوی به د یو او بل سره د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالیو سپانسرۍ تړون یا ډېل نور پای ته رسوي.))

د یادونې وړ ده چې (ViVo) موبایل کمپنۍ له هند کرکټ بورډ سره د پنځو کالونو (۲۰۱۸ – ۲۰۲۲) پورې د ای پي ایل سیالیو د سپانسرۍ تړون لاسلیک کړئ وو.

د ویؤو چینایي شرکت سره د تړون پای ته رسولو وروسته،هند کرکټ بورډ هڅې روانې کړي چې له یو بل نوي شرکت سره تړون ترسره کړي.

ټاکل شوي چې د ۲۰۲۰ کال ای پي ایل سیالۍ به راتلوونکي سپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه په اماراتو کې پیل شي.

پدې سیالیو کې افغان لوبغاړي هم شتون لري،خو د ای پي ایل پر وخت د افغان کورني کرکټ سترې سیالۍ (شپږیزه) هم پیلیږي.تراوسه ښکاره نده چې افغان لوبغاړي به په ای پي ایل سیالیو کې برخه واخلي او که شپږیزه لیګ سیالیو کې به،برخه واخلي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ