جانټي روډز په هندوستان کې د یوناني درملو کمپني پرانیستله | خبریال

جانټي روډز په هندوستان کې د یوناني درملو کمپني پرانیستله

جانټي روډز په هندوستان کې د یوناني درملو کمپني پرانیستله

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي جانټي روډز د نورو هندي همکارانو سره یو ځای په هندوستان هیواد کې د (آیورویدا) په نوم د یوناني درملو کمپنۍ پرانیستله.

جانټي روډز ویلي،د دوی موخه دا ده چې د سپورټ ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم خلکو ته خدامات وړاندې کړي.

ددې کمپنۍ شعار دا دی “مونږ مو صحت جوړونکي یو.”

جانټي روډز ویلي،د دوی د یوناني درملو شرکت یوازې په سپورټسمینانو پورې محدود ندی.بلکې هر وګړی د دوی له اسانتیاوو ګټه اخیستلی شي.

د یادونې وړ ده چې جانټي روډز د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې خورا مشهور لوبغاړی وو او نوموړي د فیلډینګ په برخه کې په نړیواله کچه یو ځانګړی شهرت درلوده.

روډز په ای پي ایل سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې او همداشان د کینکز الیون پنجاب لوبډلې روزونکی هم پاتي شوی دی.

جانټي روډز د هندوستان هیواد سره نږدې اړیکي لري او پخپل زوی باندې یې هم د (انډیا جېني جانټي روډز) نوم هم ایښی دی.

روډز همداشان زیاته کړه،چې په هند لوبډله کې د ډوهني،روهیت شرما او ویراټ کوهلي د بیټینګ څخه ډیر متأثره دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ