د شعیب اختر لخوا پر پاکستانۍ لوبډلې نیوکې وشوې! | خبریال

د شعیب اختر لخوا پر پاکستانۍ لوبډلې نیوکې وشوې!

وروسته له هغې چې د انګلستان او پاکستان ترمنځ په لومړۍ ټیسټ لوبه کې سرفراز احمد د لوبډلې لپاره د اوبو او بوټونو وړلو دنده په غاړه لرله.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي شعیب اختر پدې کار سره د لوبډلې په منجمینټ نیوکه کړي،چې ولې یې هغه ته د اوبو او بوټونو وړلو دنده ورکړي وه!

شعیب اختر وویل،سرفراز احمد څلور کاله د پاکستان لوبډلې مشري ترسره کړي ده،لوبډلې ته یې د چمپیون ټرافي سیالیو اتلوالي ګټلي ده.خو دا کا چې په هغه اوبه او بوټونو وړل کیږي، سم کار ندی او د هغه شخصیت لپاره سپکوی دی.

شعیب اختر وویل، زه دا نه وایم،چې د بوټونو وړل یوه ستونزه ده.خو دا کار بل لوبغاړي هم کولی شو او د سرفراز له سویې سره برابره نه وه.

خو د پاکستان لوبډلې مشر روزونکی بیا د شعیب اخنر خبرو سره موافق ندی او وایي،نوموړي پخپله هم چې کله کپتان وو،د دوولسم لوبغاړي په توګه یې د اسټرالیا خلاف لوبه کې ورته کار کړئ دی او دا کومه د شرم خبره نده.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ