زمبابوې او افغانستان ممکنه سیالۍ لغوه شوې! | خبریال

زمبابوې او افغانستان ممکنه سیالۍ لغوه شوې!

د زمبابوې حکومت لخوا په یاد هیواد کې د کرونا له کبله په محدودیتونو زیاتیدو سره،د زمبابوې لوبډلې روان کال کې د سیالیو چانس له لاسه ووت.

د زمبابوې کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوي وه چې دوی به اګسټ میاشت کې له افغانستان سره د پنځو شل اوریزو لوبو سیریز ترسره کړئ وای.خو په زمبابوې هیواد کې د کرونا پيښو په زیاتیدو سره، د افغانستان سیریز هم لغوه شو.

د زمبابوې کرکټ بورډ چیرمېن توینګوا موکولاني وویل،مونږ هیله درلوده چې له افغانستان سره به سیریز ترسره کړو،خو اوس حالت پیچلي دي او کرونا پيښې په زیاتيدو شوي دي.

(( مونږ هیله درلوده چې افغانستان به دلته راشي او مونږ به ورسره پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړو.مګر حالت اوس نور هم سخت شوي دي،ځکه چې کرونا په زیاتیدو روانه ده.))

((مونږ حکومت،ته دوه درخواستونه لیږلي وو،په یوه کې مو د افغانستان سره د سیریز د ترسره کیدو غوښتنه کړي وه او په بل درخواست کې مو د داخلي کلبونو د سیالیو د پیلیده غوښتنه کړي وه.مګر حالت داسې دي چې روان کال کې به،بیخي کرکټ ترسره نشي.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ