نوروز منګل پيژندنه او د هغه کارنامې! | خبریال

نوروز منګل پيژندنه او د هغه کارنامې!

نوروز منګل د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې یو خورا تجربه کاره کپتان پاتي شوی او دده په شتون کې افغانستان زیاتره د اتلوالۍ جامونه لاسته راوړي دي.

پخواني كپتان نوروز نوروز منګل د عربي متحده عماراتو په کوربتوب د صخرا جام ( ډیزرټ ټونټي ) سیالیو اتلوالی ګټلو وروسته، نړیوال کریکټ کیریئر ته د پای ټکی کیښود.

نوروز منګل هغه مهال هم د لوبډلې کپتان وو چې کله په ۲۰۰۸ کال کې افغانستان په خیرانونکي توګه له پنځم ډیویژن سیالیو څخه ورلډ کرکټ لیګ سیالیو ته، له هغه ځایه یې بیا لومړي ډیویژن پړآو ته او بالاخره یې دوهمې درجه پړآو ته را ورسوه.

په پول میمبر هیوادونو کې هندی سچن ټنډولکر او هغه وخت په دوهمې درجې لېول کې نوروز منګل یواځیني هغه دوه لوبغاړي وو، چې د کرکټ څخه د لاس په سر کیدو په پار ورته وروستي میچونه یا سیالۍ برابرې شوې.

نوروز منګل چې د کرکټ د پریښودو میاشت وړاندې یې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړی وو، خو افغان کرکټ بورډ وپتیله چې نوروز منګل ته به د هغه د لاسته راوړنو او خدمتونو له کبله داسې سیالي برابره کړي.ترڅو هغه پکې د نړیوال کرکټ څخه په ښه عزت او ویاړ سره تقاعد واخلي.

همغه وخت افغان کرکټ بورډ ورته کار وکړ او د اماراتو په کوربتوب یې د دوهمې درجې لوبډلو ترمنځ په صحرا جام (ډیزرټ ټونټي) سیالیو کې نوروز منګل ته د لوبې فرصت برابر کړ. نوموړي وروستۍ سیالۍ کې هم د خپل زړه ارمان پوره کړ.

پخپله نوروز منګل هغه مهال وویل، چې نور په زړه کې کوم ارمان نلري.

که څه هم د صحرا جام په لومړیو دوو سیالیو کې نوروز منګل ته موقع ورنکړل شوه، خو د نمیبیا خلاف چې افغانستان په پکې لا وړاندې سیمي پاینل ته لاره موندلي وه. د افغانستان په لوبډله کې درې بدلونونه را منځ ته شول چې په هغې کې پخواني کپتان نوروز منګل ته هم موقع ورکړل شوه.

کله چې نوروز منګل په لومړي ځل د نمیبیا خلاف بیټینګ ته راښکته شو، تقریبا تر ۵۰۰ پورې نندارچیان په لوبغالي کې موجود وو، خو کله چې د لوبې په څلورم اور کې نوروز منګل په نمیبیایي اف سپنر بالر جیري سایمن باندې په سویپ ډرایپ، کټ شاټونو سره په یو آور کې درې څلوریزې ووهلې د ننداره چیانو شمیر د پخواني شمیر څخه اوه ځله زیات شو.

داسې تصور کیده چې نوروز منګل به شاید ۱۴ کلن کریکټ کیریر ته د پای ټکي کيښودو لوبه کې له احتیاط کار واخلي، خو نوموړي بیا هم ثابته کړه چې پخپله ټانکی کې لا هم تراوسه پخواني تیل لري، او په بل اور کې یې په جان پري لینك باندې د ګراونډ هاخوا شپږیزه بهر کړه او نندارچیانو ته یې د څو شیبو لپاره خوښي ور په برخه کړه. په پایله کې د شهزاد محمدي سره د ۵۶ منډو ملګرتیا وروسته په ۳۲ منډو د برنرډ سکولټز لخوا په فلایټ بال باندې اوټ شو او له میدان بهر شو.

په لومړۍ سیالۍ کې د ښې لوبې وروسته نوموړي ته په سیمي پاینل لوبه کې هم د عمان خلاف په لوبډله کې موقع ورکړل شوه. د جمعې په سهار یې د عمان خلاف ۳۴ منډې جوړې کړې او افغانستان یې د صحرا جام تر پایلوبې ورسوه.

د عمان خلاف د بریا وروسته د هغه وخت د لوبډلې کپتان اصغر افغان وویل:(( سره ددې چې ۳۲ کلن نوروز د زیاتې مودې راهیسې له ټپونو سره مخ وو، خو بیا یې هم پدې سیالیو کې ثابته کړه چې تراوسه هم دده تخنیك او مهارت ته کوم زیان ندی رسیدلی.))

د صحرا جام په پاینل لوبه کې افغانستان له هميشني سیال ایرلینډ سره په سیالۍ کې مخ شو.

دا ځلې د لوبډلې کپتان اصغر افغان لخوا نوروز منګل ته پدې سیالۍ کې د ایرلینډي کپتان ویلیم پورټر فیلډ سره یو ځای د ټاس یا د پچې اچونې چانس ورکړل شو، پورټر فیلډ هم د ټاس اچولو پر مهال د نوروز منګل ځانګړی احترام وکړ.

نوروز منګل لوبغالي ته د را کوزیدو سره سم ورته د لوبډلې غړو لخوا ځانګړی “ګارډ” هم ونیول شو. د بیټونو لاندې میدان ته وروستۍ سیالۍ لپاره داخل شو.

نوموړی پداسې مهال د شهزاد محمدي سره په وروستۍ او پاینل لوبه کې اوپنینګ ته راښکته شو، چې له اتلس زرو څخه زیاتو مینه والو یې په چکچو بدرګه کوله.

د نوروز منګل د کرکټ وروستۍ سیالۍ لپاره زیات شمیر د کرکټ بورډ چارواکي،د کرکټ لوبغاړي، او د هغه مینه وال لوبغالي ته راغلي وو.

په لوبغاړو کې حمیدحسن او شاپور ځدراڼ هم موجود وو.

نوروز منګل د ایرلینډ خلاف په وروستۍ سیالۍ کې په ۸ توپونو ۱۷ نا سوځیدلې منډې جوړې کړې او افغانستان دغه سیالي په لسو ویکټو سره له ایرلینډ لوبډلې وګټله.

نوروز منګل وویل:(( د صحرا جام اتلوالي ګټل، زما لپاره د ویاړ سیالي وه، او پدې ډیر زیات فحر کوم چې د کرکټ څخه د تقاعد وروستۍ سیالي مو هم په جام ګټلو سره پای ته ورسوله.ما چې کله د افغانستان لپاره لوبې کولې د مینه والو لخوا زیات هڅول شوی یم. زما یې ډیر احترام کړی. زه له ټولو مینه والو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې تردې دمه یې زما ملاتړ کړی دی. دا چې د صحرا جام پایلوبه مو افغانستان ته وګټله، او ښه په خوشحالۍ سره د لوبو تقاعد شوم، نورې داسې کومې هیلې او ارمانونه مو په زړه کې پاتي ندي.

‏(( زه پخپل ځان او هیواد ویاړم چې د افغانستان په استازیتوب مې تر اوږدې مودې لوبې ترسره کړې، دا زما لپاره د ستر ویاړ او د خوښۍ شیبې وې، چیرته چې یو ټورنامینټ په بریالیتوب او اتلوالۍ سره پای ته رسوو، زما لپاره د خوښۍ شیبې هغه مهال وې چې کله لوبغاړو اوږې ته پورته کړم او په لوبغالي کې یې ګرد چاپیره په نندارچیانو را وګرځولم. زه له ټولو مینه والو او مسافرو وروڼو څخه زیاته مننه کوم چې دومره زیاته مینه یې راکړه، چې زه به یې په ژوند کې هیڅکله هیره نکړم.

((دا چې ما د کرکټ څخه د تقاعد کیدو پریکړه وکړه، هدف مې دا دی چې نور خپل ځای ځوانو لوبغاړو ته پریږدم. او بل هدف مې دا وو چې نور سینیئر لوبغاړي هم زما په تګلاره روان شي.پخوا به داسې وو چې مونږ به (بیك آپ ) لوبغاړي نه درلودل او د هر پارمټ سیالیو لپاره به لوبیدو او لوبډلې به مونږ ته اړتیا درلوده،خو اوس الحمد الله مونږ داسې ځوان لوبغاړي په مخکې لرو، که مونږ وو او که نه وو، په لوبډله کې زمونږ تشه نه احساسیږي. ما هم وپتیله چې اوس ښه او مناسب وخت دی چې نور له نړیوال کرکټ څخه تقاعدي واخلم.))

د پاینل لوبې ګټلو وروسته د ټیم پخواني ملګري حمیدحسن او شاپور ځدراڼ هم هلته په لوبغالي کې موجود وو، او د سیالۍ پای ته رسیدو وروسته یې، پداسې مهال له نوروز منګل څخه غیږې تاوې کړې چې په سترګو کې یې اوښکې هم وې.

نوروز منګل زیاته کړه:(( زه د ۲۰۰۸ کال د پنځم ډیویژن سیالیو راهیسې د افغان لوبډلې کپتان ووم، چې کله مې پخواني لوبغاړي ولیدل، زړه مې پرې خوږ شو او د دوی پخوانۍ خاطرې راته را یاد شوې، ځکه چې زه د ۷ کالونو پورې د هغوی کپتان پاتې شوی یم، بې له شکه چې زما لپاره به هر وخت د دوی سره د بریا شیبې، لوږې تندې، غرمنۍ، سفرونه او ډریسینګ روم راته یادیږي او د تل لپاره به یې یادوم.))

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د هغه وخت روزونکي لعل چاند راجپوت وویل: (( نوروز منګل په افغانستان کې د کرکټ د تاریخچې تهداب ایښي دی.پدې برخه کې افغانستان کرکټ بورډ ته ډیر کریډټ ورکوم، چې منګل لپاره یې داسې سیالۍ برابرې کړې چې هغه ښه په عزت او ویاړ سره نړیوال کرکټ پکې پای ته ورسوه.))

راجپوت وویل:(( دوی نوروز منګل ته د وروستۍ سیالۍ لپاره ښه ترتیب نیولی وو، ځکه چې هغه د افغانستان لومړۍ کریکټر وو، چې تر ۷ او ۸ کالونو پورې یې د افغانستان لوبډلې کپتاني ترسره کړي وه. زما په نظر افغان کریکټ بورډ چې کوم تدابیر د هغه لپاره نیولي وو، بلکل د ستایلو وړ وو. ځکه چې یو سینیئر لوبغاړی چې کله تقاعد اخلي، باید ښه په ویاړ او عزت سره رخصت کړل شي.

نوروز منګل په ۱۹۸۴ میلادي کال د نومبر په ۲۸ مه نیټه په کابل کې زیږدلی.

نوموړی ښي لاسی بیټسمین او ښي لاسی اف بریکر بالر دی

نوروز منګل په افغانستان د شوروي اتحاد له برید وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای ګاونډي هیواد پاکستان ته مهاجر شو او د نورو افغان کرکټرانو په څیر،هغه هم په کچه ګړۍ کې د مهاجرینو په کمپ کې خپل کرکټ پیل کړ.

نوموړی د افغانستان د مهاجرینو لوبډلې په استازیتوب لومړی کرکټ سیالي په ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۲۶ مه نیټه د پاکستان په قائد اعظم ټرافي سیالیو (ګریډ ټو) کې د نوشهرا لوبډلې خلاف، د پیښور په جیم خانې لوبغالي کې ترسره کړه.

پدې سیالۍ کې نوشهرا لوبډلې ټاس وګټه او افغانستان ته یې د بیټینګ بلنه ورکړه.

د افغانستان لخوا دولت احمدزی او نوروز منګل اوپنینګ ته راښکته شول او د شپاړلسو منډو اوپنینګ ملګرتیا وروسته دولت احمدزی په ۵ منډو د عمران درآني لخوا وسوځید. او نوروز منګل بیا د ۳۲ منډو جوړولو وروسته د ګوهر علي لخوا بولټ اوټ شو.

پدې سیالۍ کې افغانستان په لومړي اننګز کې په ۱۲۵ منډو اوټ شو.

د افغانستان د مهاجرینو لوبډلې لخوا دولت احمدزي ۵، نوروز منګل ۳۲، رحمت ولي ۷، عالم خان ۱۰، هستي ګل عابد ۲۶، کپتان خالق داد نوري په صفر، الله داد نوري ۲، عبدالرشید ۱، مجاهد ځدراڼ په صفر، ویکټ کیپر شفیع الرحمان ۱۸ نا سوځیدلې منډې او عبدالله مزاري ۶ منډې جوړې کړې.

د نوشهرا لوبډلې لخوا په بالینګ کې ګوهر علي ۳ لوبغاړي وسوځول.

نوشهرا لوبډلې په لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۴ منډې جوړې کړې او د افغانستان د مهاجرینو لوبډلې لخوا په بالینګ کې عالم خان ۳، عبدالله مزاري او خالق داد نوري یو،یو لوبغاړی وسوځاوه. خو شهید رحمت ولي په ۶،۲ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

په دوهم اننګز کې افغانستان په ۱۹۷ منډو اوټ شو چې د بیټینګ په برخه کې نوروز منګل ۱۳، عالم خان ۱۷، رحمت ولي ۲۵، هستي ګل ۱۲، شفیع الرحمان ۹۵، او خالق داد نوري ۱۶ منډې جوړې کړې.

افغانستان مهاجرینو لوبډلې په لسو ویکټو نوشهرا لوبډلې ته، ياده سیالي بایلوده.

نوروز منګل په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا حملې وروسته افغانستان ته راستون شو.

نوروز منګل که څه هم د خپل پلار لخوا کرکټ کولو ته نه پریښودل کیدو. په پټه به یې کرکټ ترسره کاوه.

په ۲۰۰۱ کال کې د تاج ملوك عالم په هلو ځلو افغان کرکټ ټیم تشکیل شو او د ښو لوبغاړو د پیداکولو لپاره یې هلې ځلې پیل کړې.

که څه هم نوروز منګل ته د خپل پلار لخوا د کرکټ د لوبو اجازه نه ورکول کیده، خو تاج ملوك عالم له ننګرهار څخه خوست ولایت ته پدې موخه راغی چې له نوروز منګل د پلار سره له نږدې وګوري او هغه ته ډاډ ورکړي، چې خپل زوی ته د لوبو كولو لپاره اجازه ورکړي.

د یوې شپې تیرولو وروسته یې د نوروز منګل پلار قانع کړ او هغه ته یې د لوبو کولو اجازه ورکړه.

نوموړي په لومړي ځل د افغانستان په استازیتوب په ۲۰۰۴ میلادي کال د مالیزیا په کوربتوب د کریکټ په آسیایي سیالیو کې د عمان لوبډلې په وړاندې راښکاره شو، او په لومړۍ سیالۍ کې یې په ۱۳۳ توپونو د ۹ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ ۱۰۱ منډې جوړي کړې، خو افغانستان دغه سیالي په ۴ ویکټو عمان لوبډلې ته بایلوده.

د افغانستان لخوا پدې ټورنامینټ کې نوروز منګل تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو، چې په شپږو سیالیو کې یې د یوې سلیزې پر مټ ۲۷۱ منډې جوړې کړي وې.

افغانستان پدې سیالیو کې د کوارټر فاینل لوبه، کویټ لوبډلې ته بایللې وه او له مخکې تګ څخه بې برخه شو.

نوروز منګل ته په لومړي ځل په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د خیبر پښتونخوا د ضلع دیر لوبډلې خلاف د ولسوالیو په سطخه جوړ شوي ټورنامینټ کې د کپتانى واګې وسپارل شوې.له هغې وروسته بیا د د افغان لوبډلې کپتان ونومول شو.

د یو کال په موده کې د هغه تر کپتانی لاندې افغانستان د ورلډ کریکټ لیګ پنځم ډیویژن څخه، څلورم ډیویژن ته، څلورم ډیویژن سیالیو څخه دریم ډیویژن ته،له دریم ډیویژن څخه یې دوهم ډیویژن ته، له دوهم ډیویژن څخه یې لومړي ډیویژن ته او له لومړي ډیویژن څخه یې بالاخره افغانستان د ۲۰۰۹ کال شل اوریز نړیوال جام کوالیفای یا غوراوي سیالیو ته ورسوه.

د نوروز منګل تر کپتانى لاندې افغان لوبډلې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د سکاټلینډ لوبډلې خلاف په لومړي ځل په یو ورځنیو لوبو کې بریا خپله کړي وه، په هغې سیالۍ کې وروستۍ لوبغاړی جوهن بلین وو چې د نوروز منګل د بالینګ ښکار شو او افغانستان دغه ستره بریا ترلاسه کړه.

نوروز منګل په فرسټ کلاس سیالیو کې په لومړي ځل د یوه کپتان په توګه په اینټرکانټینینټل سیالیو کې د زمبابوې الیون لوبډلې خلاف راښکاره شو، دغه سیالي افغانستان د نورعلي ځدراڼ د لوبې په دواړو اننګزونو کې د سلیزو جوړولو پر مټ مساوي کړې وه او افغانستان یې له سترې ماتې ژغورلی وو.

د نوروز منګل تر کپتانى لاندې افغانستان د هالینډ، آیرلینډ او نورو دوهمې درجې لوبډلو په وړاندې بریاوې خپلې کړې دي.

نوموړي په فرسټ کلاس سیالیو کې لومړۍ نیمه سلیزه د ایرلینډ لوبډلې خلاف جوړه کړې ده، چې ۸۴ منډې یې جوړې کړې وې.

منګل لومړی شل اوریزه لوبه کې په ۲۰۱۰ کال فبرورۍ میاشت کې، د ایرلینډ لوبډلې خلاف راښکاره شو، خو افغانستان یې بریا ته ونشو رسولی او په پنځو ویکټو یې ماتې وخوړه.

په ۲۰۱۰ کال شل اوریز نړیوال جام ته په ټاکنیز پړآو سیالیو کې افغانستان دده تر مشرۍ لاندې فاینل لوبه کې ایرلینډۍ لوبډلې ته په ۸ ویکټو ماتي ورکړي وه. او افغانستان یې د ویسټ انډیز په کوربتوب د ۲۰۱۰ کال نړیوال شل اوریز جام سیالیو ته رسولی وو.

په همدې کال د نوروز منګل تر رهبرۍ لاندې افغانستان په انټر کانټینینټل کپ سیالیو کې د کاناډا په وړاندې حیرانوونکي بریا خپله کړه.

د کاناډا لخوا د ۴۹۴ منډو ورکړل شوی هدف، د افغانستان لخوا په یوه ورځ کې تعقیب شو، نوروز منګل پدې سیالۍ کې له شهزاد محمدي سره د ۱۶۳ منډو پرټینر شیپ یا ملګرتیا کړې وه او ۷۰ منډې یې جوړې کړې وې، او افغانستان د شهزاد محمدي د ډبل سلیزې پر مټ په شپږو ویكټو کاناډا ته نا هیریدونکي ماتي ورکړي وه.

د نوروز منګل تر مشرۍ لاندې افغانستان د ۲۰۱۰ کال کرکټ آسیایي شورا اتلوالي له نیپال څخه په ۹۵ منډو ګټلې وه.

نوروز منګل په فرسټ کلاس سیالیو کې لومړۍ سلیزه په ۲۰۱۰ کال اکتوبر میاشت کې د کینیا خلاف جوړه کړه. او د ۱۶۸ منډو جوړولو وروسته د الیجو اوټینګو لخوا په منډه کې وسوځید. پدې سیالۍ کې افغانستان د حمیدحسن د باروتو په زور افغانستان ته په ۱۶۷ منډو بریا خپله کړي وه، چې پکې حمیدحسن په لومړي اننګز کې ۵ او په دوهم وار یې ۶ لوبغاړي وسوځول.

په ۲۰۱۰ کال نومبر میاشت کې د چین په کوربتوب د آسیایي سیالیو لپاره په لومړي ځل د نوروز منګل پر ځای محمد نبي د یادو سیالیو لپاره د کپتان په توګه غوره شو، هغه مهال د کرکټ بورډ چیرمېن حامد شینواري ویلې وو، چې په نوروز منګل باندې د کپتانۍ د باج او پټي له کبله د هغه پر کارکردګیو منفي تاثیر شوی او له همدې کبله یې دغه پریکړه کړي ده.

افغانستان د یادو سیالیو پاینل لوبه د کریم صادق د خراب بالینګ له کبله بنګلادیش لوبډلې وګټله او افغانستان د سرو زرو مډال پر ځای د سیلوارو مډال ترلاسه کړ.

د نوروز منګل په یو ورځنیو لوبو کې سیلزې:

نوروز منګل په یو ورځنیو لوبو کې د سکاټلینډ او عربي متحده اماراتو لوبډلو خلاف سلیزې جوړې کړې دي.

د سکاټلینډ خلاف یې ۱۱۲ ناسوځیدلې منډې او د اماراتو خلاف یې ۱۲۹ منډې كړې دي.

په یو ورځنیو لوبو کې یې د غوره لوبغاړي جایزې د کاناډا او سکاټلینډ خلاف په سیالیو کې ترلاسه کړي دي.

په شل اوریزو لوبو کې یې د غوره لوبغاړي جایزې په ۲۰۱۵ کال کې، د هانګ کانګ او پي این جي لوبډلو خلاف ترلاسه کړي دي.

راشد خان وايي:((نوروز منګل د افغانستان لپاره ډیرې لاسته راوړنې راوړي دي، نوموړی تر ډیره وخته د افغانستان لوبډلې کپتان پاتې شوی دی. افغانستان لوبډله یې د ډیرو ستونزو او ټیټ لېول څخه تردې ځایه را رسولي ده. دا چې اوس نوموړي د کرکټ څخه تقاعدي اخیستي، نو ځوانو لوبغاړو څخه مو هیله دا ده چې را مخکې شي او ښې لوبې وکړي، تر څو د هغه ځای ونیسي.))

‏((کله چې زه لوبډلې ته راغلم، نوروز منګل، زما ډیر ملاتړ کاوه.د خپلې ۱۴ کلنې کریکټ دورې تجربې یې را سره شریکولې. زما لپاره ښه تجربه دا وه چې هغه سره مې یو ځای لوبې کولې، بې له شکه چې هغه به زما له یاد څخه ونه وځي او هر وخت به راته یادیږي، ځکه چې نوموړي به هر وخت زمونږ ملاتړ کاوه، هغه که په ګروانډ کې وه، یا په ډریسنګ روم او یا هم د لوبې پر مهال به وه.په لنډه توګه به دا ووایم چې نوموړي داسې اړینې مشورې او وړاندیزونه، مونږ ته را کړې دي چې نه یواځې په اوسني وخت کې، بلکې په راتلوونکې به زمونږ د استفادې وړ وګرځي.))

د نوروز منګل لوبې:

نوروز منګل په لومړي ځل په یو ورځنیو لوبو کې د سکاټلینډ خلاف په ۲۰۰۹ میلادي کال اپریل میاشت کې، په بېنوني لوبغالي کې راښکاره شو، او په لومړۍ پنځوس آوریزه سیالۍ کې یې د ۳۲ منډو جوړولو وروسته د مکلاوډ او سمهت لخوا په رن اوټ یا په منډه کې وسوځید.

هغه مهال نوموړی د لوبډلې کپتان وو او په لومړي ځل یې افغانستان ته د سکاټلینډ خلاف یو ورځنۍ لوبه کې په ۸۹ منډو بریا خپله کړه او پدې لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی بيا نبي عیسخیل شو چې نیمه سلیزه یې جوړه کړي وه.

نوموړي لومړۍ شل توریزه لوبه د ایرلینډ خلاف په ۲۰۱۰ کال د سریلنکا په کولمبو ښار کې ترسره کړه، چې ۲۷ منډې یې جوړې کړې، هغه لوبه ترې ایرلینډ په ۵ ویکیټو ګټلي وه.

پنځوس اوریزې لوبې:

نوموړي د افغانستان لپاره ۴۹ یو ورځنۍ لوبې کړې، په ۲۷،۱۱ اوسط سره یې ۱۱۳۹ منډې جوړې کړې دي، دوه سلیزې او ۴ نیمه سلیزې یې جوړې کړې دي.

ډیرې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۲۹ دي، د بالینګ په برخه کې نوموړي ۸ ویکیټی اخیستي، ښه بالینګ یې د ۳۵ منډو په بدل کې د ۳ لوبغاړو سوځول دي.

شل اوریزې لوبې:

نوروز منګل په ۳۲ شل آوریزو لوبو کې په ۱۸،۰۳ اوسط سره ۵۰۵ منډې جوړې کړې دي، ډیرې منډې یې په یوه لوبه کې ۶۵ ناسوځیدلې منډې دي، همداشان د بالینګ په برخه کې یې څلور لوبغاړي سوځولې دي.

نوموړي ډیرې منډې د اماراتو ټیم خلاف کړې دي، چې په څلورو یو ورځنیو لوبو کې یې د ۵۹،۷۵ په اوسط سره ټولې ۲۳۹ منډې جوړې کړې دي، یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه یې پرې جوړه کړې ده.

د یوه کپتان په توګه نوموړي په ۲۲ یو ورځنیو لوبو کې د ۲۵،۸۸ اوسط سره ۴۴۰ منډې جوړې کړې دي، نوموړي به زیات وخت د لوبو په دوهم اننګز کې ډیر پیاوړئ وو، او په دوهم اننګز کې یې په ۳۱،۳۴ اوسط سره په ۲۹ یو ورځنیو لوبو کې ۷۲۱ منډې جوړې کړې دي، یوه سلیزه او درې نیمه سلیزې یې جوړې کړې دي.

نوروز منګل چې د افغانستان لپاره یې یو ورځنۍ لوبې ګټلي، په هغه کې به دده بیټینګ اوسط همیش لوړ وو، او په ۲۵ یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۳۱ منډې په ۳۳،۲۱ اوسط سره جوړې کړې دي او د افغانستان لپاره یې لوبې ګټلې دي.

د نوموړي لپاره په کرکټ کې بهترین کال ۲۰۱۳ وو چې په څلورو یو ورځنیو لوبو کې یې یوه سلیزه او یوه نیمه سلیزه یې په ۱۰۶،۵۰ اوسط سره جوړه کړي ده.

په اکثرو ټورنامینټونو کې به د هغه اوسط د نورو لوبغاړو په پرتله لوړ وو، په ورلډ کرکټ لیګ چمپیون شیپ سیالیو کې نوموړي په ۸ یو ورځنیو لوبو کې د ۶۱،۲۰ اوسط سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې دي.

نوروز منګل د افغانستان لپاره په ۲۲ یو ورځنیو لوبو کې د لوبډلې مشري کړې، چې دوولس یې ګټلي او دوولس یې بایللي، د بریا فیصدي یې ۵۴،۵۴ ده.

‏ په شل اوریزو لوبو کې زیاتې منډې، نوموړي د اماراتو خلاف کړي چې په ۱۶ شل اوریزو لوبو کې د ۱۴،۲۰ په اوسط سره ۲۱۳ دي.

په شل اوریزو لوبو کې یې بهترین اوریج یا اوسط د ایرلینډ لوبډلې خلاف دی، چې په ۳ شل اوریزو لوبو کې ۶۱ دی.

د یوه کپتان په توګه یې په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې د بیټینګ اوسط ۱۵،۲۷ دی، د نوموړي لپاره غوره کال ۲۰۱۵ وو چې په ۶ لوبو کې یې اوسط ۳۳،۲۰ وو.

نوروز منګل په ۱۳ شل اوریزو لوبو کې د افغانستان لپاره کپتاني کړې، چې شپږ یې ګټلې او ۷ یې بایللې، د بریا فیصدي یې ۴۶،۱۵ ده.

فرسټ کلاس سیالۍ:

منګل ۱۴ فرسټ کلاس سیالۍ کړي، چې په ۳۷،۸۱ اوسط سره یې ۸۳۲ منډې جوړې کړې دي، یوه سلیزه او پنځه نیمه سلیزې یې جوړې کړې دي، ډیرې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۶۸ دي.

لیست اې سیالۍ:

په ۷۳ لیسټ اې سیالیو کې یې برخه اخیستې او په ۲۶،۰۹ اوسط سره یې ۱۶۹۶ منډې جوړې کړې دي، دوه سلیزې او ۷ نیمه سلیزې یې جوړې کړې، ډیرې منډې یې په یوه لوبه کې ۱۲۹ دي، نوموړي همداشان پدې سیالیو کې ۱۰ ویکیټې هم اخیستې دي.

ټولټال یې په ۴۹ شل آوریزو لوبو کې ۷۹۳ منډې په ۱۷،۶۲ اوسط سره جوړې کړې دي، لوړ سکور یې ۷۸، او درې نیمه سلیزې یې وهلې دي، نوموړي همداشان ۸ ویکیټې هم پکې اخیستې دي.

بشپړ نوم: نوروز خان منګل

زیږدلی: په ۱۹۸۴ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه، په کابل کې.

اوسني عمر: ۳۶ کاله.

زیاتو ټیمونو لپاره یې لوبې: افغانستان، افغان وایرلس کریکټ کلب، مس عینك.

د لوبې رول یې: ټاپ آرډر بیټسمین.

د بیټینګ پوزیشن: اوپنر، ون ډاون، او ټو ډاون پوزیشن.

د بیټینګ طرز: ښي لاسی بیټسمین.

د بالینګ طرز: ښي لاسی اف بریکر.

د شیرټ نمبر: ۴۸

د خوښې لوبغاړی: سچن رمیش ټنډولکر.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ