جو روټ له براډمن وروسته دوهم کپتان شو چې پرلپسې (۱۵۰) منډې جوړوي | خبریال

جو روټ له براډمن وروسته دوهم کپتان شو چې پرلپسې (۱۵۰) منډې جوړوي

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستانی توپ وهونکی جو روټ د اسټرالیا پخواني لوبغاړي ډن براډمن وروسته دوهم کپتان شو چې پرلپسې په ټیسټ کرکټ کې (۱۵۰) منډې جوړوي.

جو روټ دغه تاریخي مقام ته د هند خلاف په روانه لومړی ټيسټ لوبه کې چې چېدامبارم کرکټ لوبغالي کې روانه ده ورسید.

جو روټ چې د خپل کرکټ کیریر سلمه ټيسټ لوبه یې ده،اوسمهال په ۱۵۳ منډو ولاړ دی او تردې دمه د ډوډۍ وقفه ده او له وقفه وروسته به بیا لوبه پیلوي.

روټ لدې وړاندې د سریلانکا خلاف په دوو ټیسټ لوبو کې ۲۲۸ او ۱۸۶ منډې جوړې کړي وې.

نوموړی د یوه لوبغاړي په توګه اووم کرکټر شو چې پرلپسې ۱۵۰ منډې په ټيسټ کرکټ کې جوړوي.

لدې وړاندې پرلپسې په ټیسټ کرکټ کې ۱۵۰منډې ټام لتام،کمار سنګاکارا،مدثر نظر،ظهیر عباس،ډن براډمن او ولي هامنډ جوړې کړي وې.

اوسمهال انګلستان ۳۵۵ منډې لري او ۳ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ