جو روټ یو بل تاریخي ریکارډ هم جوړ کړ | خبریال

جو روټ یو بل تاریخي ریکارډ هم جوړ کړ

کریکبال وېبپاڼه- د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان او پیاوړي توپ وهونکي جو روټ د هند خلاف روانه لومړی ټیسټ لوبه کې یو بل تاریخي ریکارډ جوړ کړ او نوموړی په نړۍ کې لومړی لوبغاړی شو چې په سلمه ټیسټ لوبه کې غبرګه سلیزه جوړوي.

نوموړ لدې وړاندې په همدې لوبه کې یو بل ریکارډ جوړ کړی وو او د یوه کپتان په توګه د ډن براډمن وروسته دوهم کپتان شمیرل شوی وو چې پرلپسې درې ټیسټ لوبو کې (۱۵۰) جوړوي.

نوموړي همداشان د خپل انګلستاني او پخواني لوبغاړي مایک ګېټینګ ریکارډ هم مات کړ چې په هندوستان کې او هغه هم د یوې ټیسټ لوبې په یوه اننګز کې تر ټولو ډیرې (۲۱۸) منډې جوړوي.

لدې وړاندې دغه ریکارډ د مایک ګېټینګ په نوم وو.هغه د هند په خاوره کې د یوې ټیسټ لوبې په یوه اننګز کې تر ټولو ډیرې (۲۰۷) منډې جوړې کړي وې.

جو روټ په ۳۷۷ توپونو د ۲۱۸ منډو جوړولو وروسته خپله ویکټ ندیم ته پریښوده.

د نوموړي په توپ وهنه کې ۱۹ بونډرې او دوه شپږیزې شاملې وې.

اوسمهال انګلستان ۴۸۵ منډې لری او ۶ پیاوړي لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ