بنګله دېش له نیوزیلینډ بورډ مننه وکړه چې سیالۍ یې ورسره بیا ترتیب کړې | خبریال

بنګله دېش له نیوزیلینډ بورډ مننه وکړه چې سیالۍ یې ورسره بیا ترتیب کړې

کریکبال وېبپاڼه- بنګله دېش کرکټ بورډ د نیوزیلینډ له کرکټ بورډ څخه مننه وکړه چې ځنډول شوی سیریز یې یو ځل بیا ورسره ترتیب کړ.

بنګله دېش کرکټ ملي لوبډله به په مارچ میاشت کې د درې يو ورځنیو او څو شل اوریزو لوبو د ترسره کولو په موخه نیوزیلینډ هیواد ته سفر وکړي.

پخوا په پام کې وه چې د نیوزیلینډ او بنګله دېش ترمنځ به د سيالیو سیریز د مارچ په دیارلسمه نېټه پیل شوی وای،خو نیوزیلینډ کرکټ بورډ د کرونا له ویرې دغه سيالۍ وځنډولې،خو اوس یې یو ځل بیا له بنګله دېش کرکټ بورډ سره دغه سيالۍ برابرې کړې.

د نوي سکیجول له مخې به اوس ددغو سیالیو سیریز به لومړی لوبه د مارچ له شلمې نېټې پیل شي.

بنګله دېش کرکټ بورډ د نیوزیلینډ کرکټ بورډ ددغه ګام څخه مننه کړې چې ځنډول شوي سیالۍ یې بیا ورسره ترتیب کړې.

بنګله دېش کرکټ بورډ ویلي چې سیالۍ په ښه وخت کې منظم شوي،لوبغاړي ورته ښه چمتوالی نیولی شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ