د نیوزیلینډ پخوانی الراونډر ټایلر د ۷۷ کالونو په عمر مړ شو | خبریال

د نیوزیلینډ پخوانی الراونډر ټایلر د ۷۷ کالونو په عمر مړ شو

کریکبال وېبپاڼه- د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې پخوانی الراونډر بروس ټایلر چې په لومړی ټيسټ لوبه کې يې پنځه ویکټې او همداشان یې سلیزه جوړه کړي وه،د ۷۷ کالونو په عمر مړ شو.

بروس ټایلر چې فرسټ کلاس سيالیو کې یې سلیزه نه وه جوړه کړې،لومړی سلیزه یې په ۱۹۶۵ میلادي کال کې د هند خلاف ترلاسه کړه او نوموړي ۱۰۵ منډې جوړې کړې.

نوموړي بیا په یاده لوبه کې د ۸۶ منډو په بدل کې ۵ لوبغاړي وسوځول.

نوموړي همداشان په ۱۹۶۹ میلادي کال کې د ويسټ انډيز خلاف چټکه سلیزه جوړه کړي وه او وروسته دغه ریکارډ ۳۶ کاله وروسته د ډنیال ویټوري لخوا مات شو.

بروس ټایلر د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۳۰ ټیسټ او ۱۱۱ ویکټې اخیستي وې او همداشان یې ۸۹۸ منډې جوړې کړي وې.

نیوزیلینډ کرکټ بورډ پخپله اعلامیه کې د نوموړي په مړینه خواشیني څرګند کړې او هغه یې یوه ستره ضایع بللې ده.

((نیوزیلینډ کرکټ بورډ د هغه په مړینه ډير خواشینی شوی دی.مونږ د هغه کورنۍ او ملګرو ته د تسلیت وړاندې کوو.))

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ