سیډني سکسرز د تیرې اتلوالۍ څخه دفاع وکړه | خبریال

سیډني سکسرز د تیرې اتلوالۍ څخه دفاع وکړه

کریکبال وېبپاڼه- د سیډنی کرکټ لوبغالي کې او د (۲۵ زره ۲۹۵) نندارچیانو په منځ کې سیډني سکسرز لوبډلې پایلوبه کې پرت سکرچرز لوبډلې ته په ۲۷ منډو توپیر ماتي ورکړه او د سر په سر دوهم ځل لپاره یې د بیګ باش سیالیو پایلوبه وګټله.

سیډني سکسرز لوبډلې ته پایلوبه کې انګلستاني جمز وینس په زړه پورې لوبه ترسره کړه.

نوموړي په ۶۰ توپونو ۹۵ منډې جوړې کړې.لس بونډرې او درې شپږیزې یې ووهلې.

وینس همداشان د فیلډ پر مهال دوه کیچونه هم ترلاسه کړي وو.

وینس لدې وړاندې کوالیفای راونډ کې هم د همدې پرت سکرچرز خلاف ۹۸ ناسوځیدلي منډې جوړې کړي وې.

نوموړي ټولټال په همدې لیګ کې ۵۳۷ منډې جوړې کړې او دا د بیګ باش لپاره لومړی لوبغاړی وو چې دومره ډیرې منډې جوړوي.

سیډني سکسرز لوبډلې شل اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځیدو ۱۸۸ منډې جوړې کړې.

په بدل کې یې سکرچرز لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۱۶۱ منډې جوړې کړې او سیالي یې په کم توپیر بایلوده.

په یاد لیګ کې افغان لوبغاړو هم ګډون کړی وو،چې د ایرلینډ خلاف سیالیو ته،ترې راستانه شول.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ