ټي ټين لیګ: د نجیب ځدراڼ د ښه ځلیدنې په مټ ابوظبي دریم وګاټه | خبریال

ټي ټين لیګ: د نجیب ځدراڼ د ښه ځلیدنې په مټ ابوظبي دریم وګاټه

کریکبال وېبپاڼه- د ابوظبي ټین لیګ سیالیو د دریم مقام خپلولو په پار نن ماښام د ابوظبي او قلندرز لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه،چې پکې په ابوظبي لوبډلې د نجیب الله ځدراڼ د ښې توپ وهنې په مټ لومړی ابوظبي لوبډلې ته ښه هدف ورکړ او وروسته یې سیالي د ۲۱ منډو په توپیر وګټله.

ابوظبي لوبډلې لومړی توپ وهنې کولو سره د ۶ لوبغاړو په سوځیدو لس اورونو کې ۱۲۴ منډې جوړې کړې او قلندرز لوبډلې ته یې د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.

د ابوظبي لوبډلې له لوري توپ وهنه کې نجیب الله ځدراڼ وروستۍ لوبه کې زبردسته لوبه وکړه.

نوموړي په ۱۶ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۴۵ ناسوځیدلي منډې وکړې.

د ابوظبي له لوري په نورو توپ وهونکو کې سټرلینګ (۲۶)،لونرډو (۱۹)،خوشال مالا (۱۸) زیاتې منډې جوړې کړې.

قلندرز له لوري توپ اچونه کې محمد زاهد (۲) او نورو توپ اچوونکو (۱-۱) ویکټ ترلاسه کړه.

ټاکل شوی هدف په مقابل کې قلندرز لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۰۳ منډې جوړې کړې او سیالي په ۲۱ منډو بایلوده.

ابوظبي له لوري توپ اچونه کې روښان مصطفی (۲) او نورو توپ اچونکو یوه،یوه ویکټ ترلاسه کړه.

روښان مصطفی د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

باید یادونه وشي چې ننۍ سیالۍ کې نوین الحق ته استراحت ورکړل شوی و.

هیره دې نه وي چې ددې سیالیو پایلوبې ته ډهلي بولز او نرترن وریئرز لوبډلو لار موندلي.څو شیبې وروسته به د دوی ترمنځ پایلوبه ترسره شي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ