نرترن وریئرز یو ځل بیا د لس اوریزه لیګ اتلوالي وګټله | خبریال

نرترن وریئرز یو ځل بیا د لس اوریزه لیګ اتلوالي وګټله

کریکبال وېبپاڼه- نرترن وریئرز لوبډلې ډهلي بولز ته په ماتي ورکولو سره یو ځل بیا د دوهم ځل لپاره د ابوظبي لس اوریزه لیګ اتلوالي خپله کړه.

پدې بریا سره وریئرز لوبډلې د ډهلي بولز په وړاندې روان ټورنمېنټ کې ریکارډ ته دوام ورکړ او دوی درې ځلې یو له بل سره مخ شوې،چې دوه نرترن او یوه لوبه ډهلي بولز ګټلې.

ډهلي بولز لوبډلې چې په ټول ټورنمېنټ کې یې لومړی توپ وهنه نه وه کړې،یو بیکاره او خراب پیل ورکړ.د ۹ لوبغاړو په سوځیدو یې ۸۱ منډې وکړې.

وریئرز لوبډلې په بریالی توګه هدف تعقیب کړ او په ۸ ویکټو یې ډهلي بولز ته ماتي ورکړه.

دغه هدف چې څومره آسان ښکاریده دومره آسان هم نه وو، فېډل اډورډ په دوهم اور کې د وریئرز لوبډلې کپتان نیکولاس پورن په (۱۲) منډو ایل بي ډبلیو اوټ کړ.وريئرز هغه مهال له ستونزو سره مخ شوه چې په ورپسې اور کې راوي بوفرا په محمد وسیم باندې کیچ پورته کړ.

وسیم په ۲۲ توپونو ۲۷ منډې جوړې کړې او په دوهمه ویکټ یې له لنډل سیمنز سره د ۴۳ منډو ملګرتیا وکړه.

رومان پاؤل (۱۶) په نعیم یانګ باندې د یوې سترې شپږیزې په وهلو سره نرترن وریئرز لوبډلې ته بریا ور په برخه کړه.سیمنز هم په توپ وهنه کې (۱۴) ناسوځیدلي منډې جوړې کړې.

ډهلي بولز لوبډلې د تیره شپې پایلوبه کې په درې واړو برخو کې ناکامه ثابته شوه،لومړی یې ښه توپ وهنه ونکړه،ورپسې یې خراب فیلډینګ او همداشان یې ځینې کیچونه هم ډراپ کړل.

ډهلي بولز لوبډلې ته دواړو اوپنرانو ایون لیوس او رحمن الله ګربز یو ښه پیل ورکړ،خو دوی د وریئرز په لومه کې را ګیر شول او ژر یې ویکټې له لاسه ورکړې.

ګربز په ۷ توپونو د ۴ څلوریزو وهلو وروسته په ۱۳ منډو رخصت شو،لیوس د (۱۰) منډو جوړولو وروسته له میدان بهر شو.

د ډهلي بولز لپاره یوازینی زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل وو.نوموړي په ۱۰ توپونو د ۲ شپږیزو او یوې څلوریزې په وهلو سره ۲۱ منډې جوړې کړې.

سریلانکایی ورو توپ اچونکی تیکسانا د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

نوموړي د ۱۴ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي سوځولي وو.

د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی د وریئرز لوبډلې کپتان نیکولاس پورن ونومول شو.نوموړي له سهیل اختر وروسته (۲۴۱) زیاتې منډې جوړې کړي وې او همداشان یې ښه کپتاني ترسره کړي وه.

زیاتې ویکټې د ابوظبي لوبډلې توپ اچونکي اورټرن ترلاسه کړي وې چې (۱۲) وې.

پدغه ټورنمینټ کې زیاتې شپږیزې پورن وهلي وې چې (۲۶) وې او زیاتې څلوریزې سهیل اختر (۲۷) او رحمن الله ګربز بیا (۲۳) څلوریزو په وهلو سره دوهم مقام خپل کړی دی.

ګربز په ۸ ترسره کړل شوو لوبو کې (۱۷۷) منډې جوړې کړې، (۹) شپږیزې او (۲۳) څلوریزې ووهلې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ