کریکبال وېبپاڼه- د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړی مشفیق الرحیم د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل نیلامۍ کې د نوم لیکنه د نه کولو د راز په اړه وویل،ځکه ددغو سيالیو لپاره نوم لیکنه نه کوي چې د ۲۰۰۸ کال راهیسې یې دیارلس ځلې نوم لیکنه کړې او یو ځل هم د کومې لوبډلې لخوا ندی اخیستل شوی.
مشفیق الرحیم تیر کال هم د نیلامۍ پړاو لپاره په ۷۵ لکه هندۍ کلدارې قیمت سره نوم لیکنه کړي وه،خو نوموړی کومې لوبډلې په نیلامۍ پړاو کې جذب نه کړ.
ټاکل شوي چې د ۲۰۲۱ کال نیلامۍ پړاو به د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه ترسره شي.
په شل اوریزو لوبو کې د مشفیق الرحیم کارکردګي دومره خرابه هم نه ده،نوموړی په لومړي ځل په ۲۰۰۶ کال کې په شل اوریزو لوبو کې راڅرګند شو او نوموړي په ۲۰۲ شل اوریزو لوبو کې (۴۲۸۸) منډې جوړې کړي دي.
نوموړي د (۲۰۱۹- ۲۰۲۰) بنګله دېش پریمیر لیګ سيالیو کې د کومیلا ویکټورینز لوبډلې خلاف په یوه لوبه کې ۹۸ ډيرې منډې هم جوړې کړي وې.
نوموړی بنګله دېش پریمیر لیګ سیالیو کې د (۲۲۷۴) منډو په جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی هم دی.نوموړي همداشان ۱۵ نیمه سلیزې هم پکې جوړې کړي دي.