سمېت د دریم ځل لپاره د الن بارډر ایوارډ ترلاسه کړ | خبریال

سمېت د دریم ځل لپاره د الن بارډر ایوارډ ترلاسه کړ

کریکبال وېبپاڼه- د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړي سټیو سمېت د دريم ځل لپاره د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا د الن بارډر تر ټولو ستره جایزه ترلاسه کړه.

سمېت د زیاتو ووټونو له لارې پاټ کمېنز او ارون پینچ ته په ماتي ورکولو سره دغه جایزه ترلاسه کړه.

د ووټونو دغه سیالي د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ له نهمې نېټې څخه پرانیستل شوي وه چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په نوولسمه نېټه پای ته ورسیده.

سمېت د ۱۲۶ ووټونو په ترلاسه کولو سره لومړی،پاټ کمېنز د ۱۱۷ ووټونو په ترلاسه کولو سره دوهم او ارون پېنچ بیا د ۹۷ ووټونو په ترلاسه کولو سره دریم مقام ګټلی دی.

د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا هر کال د ووټونو له لارې د کال غوره لوبغاړي سیالۍ پیلیږي،چې مینه والو پکې سمېت ته زیات ووټونه ورکړي دي.

سمېت د اسټرالیا لپاره په درې واړو پارمټونو کې تر ټولو ښې لوبې کړي وې،چې د څلور نیمه سلیزو په مټ یې کال کې ۱۰۹۸ منډې جوړې کړي وې.

نوموړي دوه سلیزې یوازې د هند لوبډلې خلاف ترلاسه کړي وې.

سمېت دا دریم ځل شو چې الن بارډر جایزه ګټي،لدې وړاندې نوموړي په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کالونو کې هم ترلاسه کړي وې.

الن بارډر جایزه لدې وړاندې ریکي پونټينګ او مایکل کلارک تر ټولو ډيرې څلور ځلې ګټلي دي.

سمېت ددغه جایزې په ترلاسه کولو سره له ډيویډ ورنر سره مساوي شو،نوموړي هم درې ځلې د الن بارډر جایزه د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا ترلاسه کړي ده.

د ښځو په برخه کې بېت موني د بلینډ کلارک د کال غوره کرکټرې جایزه ګټلي ده.

په ټيسټ کرکټ کې د کال غوره کرکټر جایزه پاټ کمېنز ترلاسه کړي ده.

په شل اوریزو لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزه اشټن اګر،په یو ورځنیو لوبو کې سمېت د کال غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ