حسن علي:زما لومړیتوب ټيسټ کرکټ ته دی | خبریال

حسن علي:زما لومړیتوب ټيسټ کرکټ ته دی

کریکبال وېبپاڼه- پاکستاني کرکټر حسن علي د سويلي افریقا خلاف په دوهمه ټيسټ لوبه کې تیره ورځ د ښه ځلیدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل،البته چې هغه د لوبې ټولو پارمټونو لپاره چمتو دی،خو اصلي لومړیتوب یې ټيسټ کرکټ ته دی.

نوموړي همداشان ملي لوبډلې ته بیرته د راستانیدو په اړه وویل،چې د زیات زحمت او خوارۍ کولو وروسته یې په ملي لوبډله کې ځای خپل کړی دی.

نوموړي هیله وښوده چې د پاکستان لپاره به هر وخت ښې لوبې کوي.

((که څه هم چې زه هر پارمټ کې لوبیدو ته چمتو یم،خو تر ټولو لومړیتوب به مو ټيسټ کرکټ ته وي.))

((زما وروستۍ لوبه په محدود اوریزو لوبو کې د هند خلاف وه.اتلس میاشتې وروسته یو ځل بیا د زیاتو هڅو،خواریو او په کورني کرکټ کې د ښه ځلیدو وروسته مو وکولای شول چې ملي لوبډله کې ځای خپل کړم.))

نوموړي وویل،اوس په بشپړه توګه او سل سلنه د کرکټ لپاره چمتو دی.

دده په وینا که زحمت وکړې،هر څه ترلاسه کولای شې،دا زما د محنتونه پیله وه چې بیرته ملي لوبډله ته راغلم.

نوموړي د راولپنډۍ ټيسټ لوبې په اړه وویل،چې ددې ځای ویشتنځای یا پیچ د بالرانو لپاره مساعد دی او پدې پیچ باندې به تر ۲۵۰ پورې منډې ترلاسه کول هم د بیټينګ اړخ لپاره ستونزمن وي.

حسن علي همداشان د اظهر محمود څخه مننه وکړه چې په سخت وخت کې یې د هغه ملاتړ کړی دی.

((نوموړي هر وخت د یو پلار،د یوه ورور په څير له ما سره ستونزمن وخت کې مرسته کړې.زه له هغه سره نږدې اړیکي لرم.نوموړی زما د بالینګ روزونکی هم وو او ماته یې د بالینګ مشورې راکولې.دا زما لپاره ویاړ دی چې د هغه د روزونې او تجربو په اساس مو ملي لوبډله کې د کارکردګيو په اساس ځای خپل کړ.))

د سويلي افریقا او پاکستان ترمنځ په دوهمه ټيسټ لوبه کې چې راولپنډۍ ښار کې روانه ده.

پاکستان پخپل لومړي اننګز کې ۲۷۲ منډې وکړې او په دوهم اننګز کې تردې دمه ۱۸۰ منډې لري او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړي دي.

سويلي افریقا لوبډله بیا پخپل لومړي اننګز کې په ۲۰۱ منډو سوځیدلي او دوهم وار بیټينګ یې پاتي دی.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ