په دې لاسو کې نن ګل دی، سبا کاڼي د دې خلکو الفتونه ما ته ياد دي | خبریال

په دې لاسو کې نن ګل دی، سبا کاڼي د دې خلکو الفتونه ما ته ياد دي

کریکبال وېبپاڼه- د رحمن الله ګوربز په اړه د ځینو دوستانو څرګندونې وینم، چې لیکي دا هلک لوبغاړی ندی او لوبغاړی ویل ورته توهین دی.

ملګرو مونږ پوهېږو، چې ټول له دې هلک سترې تمې لرو او له مودې وروسته مو زړور او ښه اوپنر پیدا کړی، خو دا ډول څرګندونې چې د هغه د نهیلۍ سبب ګرځي، فکر نه کوم مناسب کار وي.

هغه ډېر کم وخت کیږي، د ملي لوبډلې برخه ګرځیدلی او ښه هم ثابت شوی دی.

دا چې ټي ټېن داسې لیګ دی، هر بال پسې اړ یې بېټ وتوغوې طبعنا ځینې وخت به بریالی کیږې او ځینې وخت به په تش لا ستنېږې.

ټي ټېن ته شخصن زه هیڅ د کرکټ په سترګه نه ګورم هسې یو بکواس لیګ یې برابر کړی.

ګوربز په ټي ټېن کې فکر کوم اوه لوبې کړي او درو لوبو کې تر نورو ښه ځلیدلی دی.

همداراز که په ملي لوبډله یا کورني کرکټ کې لوبیدلی، تر ډېرو موثر ثابت شوی دی.
تاسې یې د ملي لوبډلې د لوبو اورېج وګورئ بیا پوهېږئ، چې دا هلک ولې د ملي لوبډلې حصه ګرځیدلی؟

دا چې ځینې دوستان یې په اړه احساساتي کیږي، پوهیږو، چې له هغه ټول د ښو لوبو توقع لرو او باید ښې لوبې هم وکړي، خو کرکټ دی، کله به ځلیږې او کله به درسره بخت هم یاري نه کوي.

شخصن ما ورسره د تېزې لوبې په اړه خبرې کړي، هغه وايي د کوچ او کیپټان ټول پلان یې دا وي، چې چټک پیل ورکړي او مقابل بالران تر پرېشر لاندې وساتي.

دا چې بالران هم ځانته یو څه وایي، طبعن ځینې وخت به د هغوی د مهارتونو او پلان ښکار هم ګرځې.
لنډه دا چې دا هلک ځوان دی، زړور دی، د بېټینګ پر مهال د فوټ ورک او هره خوا شاټ وهل یې تر نورو متفاوت دي، نو ددې پر ځای چې بد رد ور پسې ووایوو، باید ویې هڅوو، چې راتلونکو لوبو ته په جسمي او ذهني توګه تیار او فېټ واوسي.

لیکنه:ساجد بهار

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ