سريلانکايي کرکټرانو د کرونايي قوانینو سرغړونه کړې او واده کې يې ګډون کړی | خبریال

سريلانکايي کرکټرانو د کرونايي قوانینو سرغړونه کړې او واده کې يې ګډون کړی

کریکبال وېبپاڼه- تر څو مو چې مو چې د کرونا پایلې نه وي راوتلې،تر هغې په کورونو کې پاتي شي،ویل کیږي چې د همدې شعار او قوانینو څخه په سرغړونې ځینو سریلانکايي لوبغاړو سرغړونه کړې او په یوه واده کې یې ګډون کړی دی.

تراوسه ښکاره نده چې کومو لوبغاړو ددغو قوانینو څخه سرغړونه کړي ده.

سریلانکا کرکټ بورډ د ملي لوبډلې د هغو لوبغاړو کوچینګ سټاف څخه چې د ویسټ انډيز دورې لپاره شارټ لیست شوي وو،کرونا ټيسټونه ترسره کړي دي او دوی ته ویل شوي تر هغې به دوی له ټاکلي ځای نه بهریږي،ترڅو یې چې د کرونا پایلې نه وي اعلان شوي.

څو ورځې وړاندې د سریلانکايي لوبغاړو څخه د کرونا ازموینه اخیستل شوي وه،چې پکې د لاهیرو تارامني او روزونکي مکی ارتهر پایله مثبته راوتلي وه.

پخپله یادو دوو لوبغاړو ویلي وو،چې دوی هیڅ د ناروغۍ احساس هم ندی کړی او نه پوهیږي چې څنګه یې پایلې بې له ناروغۍ مثبتې راوتلي دي.

سریلانکا کرکټ بورډ نورو لوبغاړو ته امر کړی وو چې د هغوی څخه جلا واوسي.

په پام کې ده چې سريلانکا کرکټ ملي لوبډله به په نږدې راتلوونکي کې د دوو ټيسټ،درې پنځوس اوریزو او شل اوریزو لوبو لپاره ویسټ انډيز ته لنډه دوره وکړي.

خو د لوبغاړو ټولو لوبغاړو د پایلو او د هغوی ټيسټونو ته په کتلو شاید دغه سفر پخپل وخت ترسره نشي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ