د مایر ډبل سلیزې په مټ ویسټ انډیز لومړی ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتي ورکړه | خبریال

د مایر ډبل سلیزې په مټ ویسټ انډیز لومړی ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته ماتي ورکړه

کریکبال وېبپاڼه- په لومړي ځل لوبه کوونکي لوبغاړي کایل مایر د غبرګې سلیزې په مرسته ویسټ انډیز په لومړی ټیسټ لوبه کې بنګله دېش ته په درې ویکټو ستره ماتي ورکړه.

په لومړي ځل لوبیدونکي مایر او کروما بونر په زړورتیا سره د بنګله دېش لخوا ورکړل شوی د ۳۹۵ منډو هدف د لوبې په پنځمه ورځ ترلاسه او بریا یې خپله کړه.

ویسټ انډیز لوبډلې د لوبې ورځ ۱۱۰/۳ څخه پیل کړه.دوی دواړو لوبغاړو ښه ملګرتیا روانه کړه،دواړو لوبغاړو په لومړي ځل نیمه سلیزې جوړې کړې.

مایر خپلې لوبې ته دوام ورکړ او لومړی سلیزه یې هم بشپړه کړه.

د یادو دواړو لوبغاړو په څلورمه ویکټ ګډې ملګرتیا سره وکولای شول چې بالاخره ۲۵۰ منډې هم کراز کړي.

بونر په ۲۴۵ توپونو د ۸۶ منډو جوړولو وروسته د اسلام لخوا اوټ کړل شو.د نوموړي توپ وهنه کې یوه شپږیزه او لس څلوریزې شاملې وې.

د یادو دواړو لوبغاړو ۲۰۰ منډو ملګرتیا په ټیسټ کرکټ کې لومړی ملګرتیا شوه چې په لومړي ځل لوبیدونکي لوبغاړي یې کوي.

مایر سره منځنی برخه کې بلاک ووډ یو ځای شو او دواړو ترمنځ په پنځمه ویکټ یوازې د ۱۷ منډو ملګرتیا وشوه.خو وروسته د نعیم حسن لخوا بلاک ووډ په (۹) منډو اوټ شو او نعیم حسن بیرته لوبه خپلې لوبډلې ته را وګرځوله.

په شپږمه ویکټ جوشا ډي سیلوا له مایر سره یو ځای شو او ۱۰۰ منډو ملګرتیا یې وکړه.

وروسته مایر پدې وتوانیده چې د خپل کرکټ کیریر په لومړی لوبه کې ډبل یا غبرګه سلیزه جوړه کړي.

نوموړي ټولټال ۲۱۰ منډې جوړې کړې او لوبډله یې بریا ته ورسوله.د نوموړي توپ وهنه کې ۲۰ بونډرې او ۷ شپږیزې شاملې وې.

د بنګله دېش لخوا توپ اچونه کې مهدي حسن ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

بنګله دېش لومړي اننګز کې ۴۳۲ منډې جوړې کړې او په دوهم اننګز کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۲۲۳ منډې جوړې کړې او توپ وهنه یې ویسټ انډیز ته پريښوده.

ویسټ انډیز لومړي اننګز کې ۲۵۷ او دوهم اننګز کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۳۹۵ منډې وکړې.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ