نور متون شرکت سره د نجیب تره کي لوبغالي دویمې برخې جوړولو قرار داد شوی | خبریال

نور متون شرکت سره د نجیب تره کي لوبغالي دویمې برخې جوړولو قرار داد شوی

کریکبال وېبپاڼه- په ننګرهار کې د نجیب تره کي د کرکټ لوبغالي د دویمې برخې د جوړېدو چارو په پار د نور متون ودانیز شرکت سره تړون یا قرارداد لاسلیک شوی دی.

د کرکټ بورډ په وینا د یاد لوبغالي د دوېمې برخې جوړونې چارې به د روانې فبرورۍ میاشتې له ۱۳ مې نېټې څخه پیل چې په ۷ میاشتو کې به پای ته ورسیږي.

د کرکټ بورډ په وینا د یاد لوبغالي لومړني ابتدایي کارونه تر یوې کچې پای ته رسېدلي وو،خو د دویمې برخې چې په هغې کې د لوبغالي ډکون او هوارل،څاه کېندنه، د لوبغالي څلورو خواو ته د ویالو کیندل،د اوبو ذخېره او د چمن جوړول شامل وو،پاتي وو.

کرکټ بورډ ویلي د دوی انجینرۍ څانګې غړي به د لوبغالي کارونه له نږدې څاري او په وخت به یې راپور له کرکټ بورډ سره شریکوي.

د مرحوم نجیب تره کي دغه نوی لوبغالی به د (۳۵ – ۵۰) زرو پورې د نندارچیانو د ناستي ظرفیت ولري.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ