قیس احمد:که مو شپږیزې پرې وهلي بیا هم انورعلي زما ملګری دی | خبریال

قیس احمد:که مو شپږیزې پرې وهلي بیا هم انورعلي زما ملګری دی

کریکبال وېبپاڼه- قیس احمد د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې یو ځوان او بااستعداده لوبغاړی دی.

نوموړی ښي لاس لیګ بریک توپ اچونه او همداشان په ښي لاس ښه توپ وهنه ترسره کولای شي.

که څه هم نوموړي ته په ملي لوبډله کې دومره ځای ندی ورکړل شوی،خو نوموړی د ملي لوبډلې پرته بیا هم د هغه استعداد نړیوال پيژني او زیاتره لیګونو کې د بیلا بیلو لوبډلو لخوا جذبیږي.

نوموړی د ویسټ انډیز په کرابین،د اسټرالیا په بیګ باش او نورو تجارتي لیګونو کې لوبیدلی او ډیرې ښې لوبې یې هم کړي دي.

د نوموړي وروستۍ لوبې په لس اوریزه لیګ کې وې او په هغه ځای کې د درې نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای د بنګله ټایګرز لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کړې.

که څه هم لوبډله یې له مخکې تګ محرومه شوه،خو نوموړي د تیر په څیر په همدې لیګ کې هم ښې لوبې ترسره کړې.

نوموړی د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې هم په لومړي ځل اخیستل شوی او لدې وروسته به یاد لیګ کې لوبې ترسره کړي.

قیس احمد پاکستان سوپر لیګ کې د ګډون په اړه خوښي ښودلې،لدې وړاندې نوموړي په یوې مرکه کې پوښتنه شوي وه،چې د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو ترمنځ کوم مشکل دي؟

نوموړي یې په ځواب کې ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان کرکټ بورډونو ترمنځ هیڅ ستونزه نشته او کرکټ بورډ دوی ته په پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورکړي ده.

کرکټ پاکستان د نوموړي څخه د لنکا پریمیر لیګ پر مهال پر پاکستاني انورعلي په یوه اور کې پرلپسې شپږیزو په اړه وپوښت.

قیس احمد یې په ځواب کې وویل، حالت همداسې وي چې باید له شاټونو کار واخلم.

“انور علي زما یو ښه ملګری دی.ماته ډیر احترام لري.کله چې یو سنیئر لوبغاړی درته احترام ولري،ډیر د خوښۍ احساس کوم.مګر هغه ورځ حالت همداسې وو چې ما باید غټ شاټونه وهلی وای.”

د یادونې وړ ده چې د لنکا پریمیر لیګ سیالیو پر مهال په یاده لوبه کې قیس احمد په نوولسم اور کې پر پاکستاني انورعلي پرلپسې څلور شپږیزې ووهلې او لوبې یې ترې وګټله.

نوموړي په ۲۲ توپونو چټکه نیمه سلیزه هم جوړه کړي وه.

قیس احمد زیاتوي،ما له روزونکي هم غوښتنه کړې،که له باډي مو ټیټه ده خو ډیر ښه شاټونه هم وهلی شم.

“ما هر وخت له روزونکي غوښتنه کړې چې توپ وهنه کې وړاندې نوبت راکړي،که څه هم له قد ټیټ یم،خو ښه هیټ او غټ شاټونه وهلی شم.”

قیس احمد د افغانستان یو ځلانده ستوری دی.که چیرې نوموړي ته په دومداره توګه د زاړو لوبغاړو په ځای په افغان په کرکټ ملي لوبډله کې د نورو ځوانانو سره یو ځای چانس ورکړل شي.لیرې نده چې نوموړی به راتلونکي کې یو سوپر سټار لوبغاړی وي.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ