رشاب پنټ د میچ پیسې اتراکند سیلاب ځپلو ته ډالۍ کوي | خبریال

رشاب پنټ د میچ پیسې اتراکند سیلاب ځپلو ته ډالۍ کوي

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې پياوړي لوبغاړي رشاب پنټ ويلي،د سيالۍ فيس یا هغه پيسې چې د سيالیو پر مهال یې ترلاسه کوي هغه خلکو ته ډالۍ کړي چې د اتراکند په سیلابونو کې زیانمن شوي او کورنۍ غړي يې له لاسه ورکړي دي.

رشاب پنټ پر نورو خلکو هم غږ کړئ چې را وړاندې شي او د ژغورونکو ډلې او سیلاب ځپلو خلکو سره خپلې اړینې مرستې وکړي.

نوموړي پر هغو خلکو او کورینو چې په سيلاب کې یې خپلې کورنۍ غړي له لاسه ورکړي ژور خفګان څرګند کړی دی.

((د اتراکند د پيښې په اړه ډير خواشینی یم او زیانمن شوو کورنیو غړو ته چې ژوند یې پکې له لاسه ورکړی دی،ژور تسلیت وړاندې کوم.زه پر نورو خلکو غږ کوم چې ژغورونکو ډلو سره پدې برخه کې خپلې مرستې وکړي.زه به خپلې د میچ پيسې په ژغورونکي ډلې وویشم،ترڅو پر زیانمنو کورنیو یې وویشي.))

پنټ اوسمهال د انګلستان خلاف په لومړی ټيسټ لوبه کې په لوبه بوخت دی.نوموړي که څه هم سلیزه میس کړه،خو نوموړي ۹۱ چټکې منډې جوړې کړې او په پنځمه ویکټ یې له پوجارا سره د ۱۱۹ منډو ملګرتیا وکړه.پوجارا ۷۳ منډې جوړې کړې.

د هندوستان او انګلستان ترمنځ لومړی ټیسټ لوبه کې انګلستان پخپل لومړي اننګز کې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو ۵۷۸ منډې جوړې کړې.

د انګلستان لخوا په توپ وهنه کې د لوبډلې مشر جو روټ ښکلي لوبه وکړه او نوموړي غبرګه سلیزه جوړه او د ۲۱۸ منډو جوړولو وروسته د ندیم لخوا ایل بي ډبلیو اوټ شو.

په نورو توپ وهونکو کې سېبلي (۸۷)،سټوکس (۸۲) او نورو لوبغاړو تر دیرشو پورې منډې جوړې کړې.

د هندوستان لخوا په توپ اچونه کې بومرا او اشوان (۳-۳)،اشنټ شرما او ندیم (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.

هندوستان کرکټ ملي لوبډله پخپل لومړي اننګز کې بیا په ۳۳۷ منډو وسوځيده.

د هندوستان لخوا د لومړي اننګز په توپ وهنه کې رشاب پنټ (۹۱)،پوجارا (۷۳)،شوبمن ګېل (۲۹)،واشنګټن سنډر (۸۵)،ویراټ کوهلي (۱۱) او اشوان (۳۱) زیاتې منډې جوړې کړې.

د انګلستان لخوا توپ اچونه کې اندرسن،جوفرا ارچر او جیک لېک (۲-۲) ویکټې ترلاسه کړې.ډوم بېس بیا تر ټولو ډيرې (۴) ویکټې ترلاسه کړې.

اوسمهال انګلستان خپل دوهم اننګز پيل کړ او په یوه منډه کې یې یوه ویکټ له لاسه ورکړي ده.

 

 

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ