اشنټ شرما په ټیسټ کرکټ کې ۳۰۰ ویکټې بشپړې کړې | خبریال

اشنټ شرما په ټیسټ کرکټ کې ۳۰۰ ویکټې بشپړې کړې

کریکبال وېبپاڼه- د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي اشنټ شرما د انګلستان خلاف روانه ټیسټ لوبه کې چې د هند په چېټامبران کرکټ لوبغالي کې روانه ده،د خپل کرکټ کیریر یو مهم پړاو ته داخل شو.

نوموړي د انګلستاني توپ وهونکي ډن لارنس په سوځولو سره وکولای شول چې په ټیسټ کرکټ کې ۳۰۰مه ویکټ ترلاسه کړي.

نوموړی دغه تاریخي هدف ته په ۹۸مه ټیسټ لوبه کې ورسید او کېل ډیو او ظهیرخان وروسته دریم چټک توپ اچوونکی شو چې په ټیسټ کرکټ ۳۰۰ ویکټې بشپړوي.

لدې وړاندې په ټیسټ کرکټ کې لومړی ۳۰۰ ویکټې کېپل ډیو ترلاسه کړي وې.

نوموړي ټولټال په ۱۳۱ ټیسټ لوبو کې د هند لپاره ۴۳۴ ویکټې اخیستي وې.

له کېپل ډیو وروسته ظهیرخان دوهم لوبغاړی وو چې ټیسټ کرکټ کې یې ۳۰۰ ویکټې ترلاسه کړې.

ظهیرخان د هند لپاره په ۹۱ ټیسټ لوبو کې ۳۱۱ ویکټې ترلاسه کړي دي.

اشنټ شرما د ټیسټ کرکټ ترڅنګ د هند لپاره په ۸۰ یو ورځنیو لوبو کې ۱۱۵ ویکټې اخیستي دي.همداشان یې په شل اوریزو لوبو کې اته ویکټې ترلاسه کړي دي.

ټولټال نوموړي د هند لپاره په نړیوال کرکټ کې ۴۲۳ ویکټې اخیستي دي.شرما د هند کرکټ ملي لوبډلې یو بهترین چټک توپ اچونکی شمیرل کیږي چې زیاتره وخت په اوږده پارمټ سیالیو کې لوبې کوي.

اشنټ شرما په ټوله کې د هند لپاره له کېپل ډیو،ظهیرخان،هربجن سینګ،اشوان،انیل کمبل وروسته شپږم توپ اچونکی شو چې په ټیسټ کرکټ کې ۳۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

اشنټ شرما چې د انګلستان خلاف یې ۹۸مه ټیسټ لوبه روانه کړې،نوموړی د اسټرالیا خلاف د څلورو ټیسټ لوبو سیریز کې شتون نه درلوده او نوموړی یو ځل بیا بیرته کرکټ ته راستون شوی اوسمهال یې لوبه روانه کړي ده.

د ورځې وړاندې د واشنګټن سنډر د ۸۵ ارزښتناکو منډو سره هندۍ لوبډله پخپل لومړي اننګز کې په ۳۳۷ منډو وسوځیده.

انګلستان لوبډلې ته یې د ۲۴۱ منډو مخکیوالی ورکړ.انګلستان ددې په ځای چې هند لوبډله (فالو-ان) یا بیرته دوهم وار توپ وهنې ته دعوت کړي.پخپله یې د دوهم وار توپ وهنه پیل کړه.

هند کرکټ لوبډلې لدې وړاندې د اسټرالیا په سفر کې کوربه هیواد ته د ټیسټ لوبو په لړۍ کې دوه په یو سره ماتي ورکړي وه او د ګواسکر ټرافي سیالیو اتلوالي یې خپله کړي وه.

انګلستان بیا سریلانکا ته په ټیسټ سیریز کې ماتي ورکړي وه.

کریک بال وېب پاڼه د اروپايي‌ټولنې له قانون سره سم خپرونې کوي؛ ستاسو د خوندي‌توب په موخه زموږ د کوکیز قانون مراعات کړئ‌! منل نور ولولئ